د تهركول څخه پېدا كېدونكې برېښنا د هېواد لپاره ډالۍ ده٬د برېښنا په بيعه كښې به پرله پسې كمے كولے شي۔ د وفاقي وزير خرم دستګير خان خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 11اکتوبر(اے پي پي)د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان وئېلي دي د تهركول څخه پېدا كېدونكې برېښنا د هېواد لپاره ډالۍ ده٬د دسمبر په مياشت كښې د تهركول څخه د برېښنا پيداوار 1320 مېګاواټ او راتلونكې كال تر د ګرمۍ موسم به 2640 ميګاواټ ته ورسي٬ د برېښنا په بيعه كښې به پرله پسې كمے كولے شي٬د اسلام كوت٬حېدرآباد ريل لنك څخه به په ټول هېواد كښې په آرزانه بيعه د سكارو ترسيل ممكن شي٬د نړۍ څخه په 400 ډالره يو ټن ترلاسه كېدونكي سكاره د تهر څخه په 40 ډالره تر لاسه شي٬د تهركول څخه به ګاز او د سيمنټ پشمول نورو صنعتونو ته هم ګټه ترلاسه شي٬د تيل بيعه٬د ډالر په قدر او د برېښنا په طلب كښې د كمي له امله په فرنس ائل چلېدونكې پاور پلانټس بند كړے شوي۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال خرم دستګير خان وئيل وزيراعظم شهباز شريف پرون په تهر كښې د 330 ميګاواټ حبكو پاور پلانټ پرانسته كړې كوم چې د تهر په سكارو چلېږي٬د دې څخه د برېښنا پيداوار پيل شوے٬اوس د تهركول څخه د برېښنا پېداوار 990 مېګاواټ دے ٬ دې څخه وړاندې د اينګرو تهركول پروژې څخه په كال 2019 كښې 660 ميګاواټ پيداوار پيل شوے ؤ ٬ ده ووئېل د دسمبر په مياشت كښې به د تهرنووا پروژې څخه 330 ميګاواټ پيداوار پيل شي ٬ د دې نه پس به په مجموعي توګه په دسمبر كښې 1320 مېګاواټ پيداوار پېل شي٬راتلونكې كال تر ګرمۍ موسم به د تهركول څخه 2640 ميګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله كړې شي٬دا يو تاريخي پېشرفت دے۔ده ووئيل د ابتدائي اندازې له مخې په تهر كښې 175 ارب ټنه سكاره پراته دي او دا په 13 بلاكس كښې وېشلې شوي ٬ ده ووئېل په بلاك ون او ټو كښې مائننګ پيل شوے٬وزيراعظم د مېرمنو ډپر ډرائيورز څخه هم ملاقات كړے٬تهرپاركهر چرته چې غريبي زياته وي٬د نواز شريف او آصف زرداري شريكو هڅو څخه به ډېره زر په پرمختللو سيمو كښې شامله كړي شي٬هلته د اوبو رسنه او نورې آسانۍ وركړې كېږي٬ ده ووئېل وزيراعظم تېره اونۍ د يوې پروژې منظوري وركړې وه او وفاقي او صوبائي حكومتونه به په ګډه د اسلام كوټ څخه تر حېدر آباد رېلوے لائن غزوي٬دا پروژه په په شپږو مياشتو كښې بشپړه كړې شي د كومې څخه به چې په ټول هېواد كښې ځايې او ارزان سكاره د ريل د لارې رسولې شي۔ده ووئيل په تهر كښې ارزان ايندهن موجود دے٬د سكارو بيعه څو مياشتې وړاندې د يو ټن بيعه 400 ډالره وه٬اوس به د تهر سكاره اوسطا 40 ډالر د يو ټن په حساب سره ترلاسه كېږي او سباؤن كښې به دا بيعه لا كمه شي٬ ده ووئېل د سكارو ښه كارولو د لارې دا سيمنټ٬سرې او قدرتي ګاز او د ډيزل جوړولو پشمول په ټولو صنعتونو كښې استعمالېدې شي٬د تهر د سكارو څخه به د ګاز او سيمنت پشمول نورو صنعتونو ته هم ګټه ورسي٬ وفاقي وزير ووئبل د تهر څخه چې څنګه څنګه سكاره راوځي د دې بيعه به نوره هم كمه شي۔ده ووئيل د ښه خارجه پالېسۍ په سبب سي پيك خپل رفتار لا تند كړ ے٬د تهركول څخه پيدا كېدونكې برېښنا د ټول هېواد لپاره ډالۍ ده۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل اولس ته د برېښنا په رسنه ګښې هر ممكنه رېليف وركړے كېږي٬د جون مياشت لپاره د فيول پرائس ايډجسټمنټ 9 روپۍ 89 پيسې ؤ كوم چې د اګست مياشتې په بلونو كښې شامل كړے شوے٬روانه مياشت به فيول پرائش اېډجسټمنټ يواځې 22 پيسې وي

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں