اسلام آباد 06دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د موسمياتي بدلون مسئلې برخه نه دے خو د دې د حل برخه جوړېدل غواړي٬ په ماخولياتي خيرنوالي قابو موندلو لپاره د شهري صفائۍ تل پاتې منصوبو ته اړتيا ده٬ راتلونكي نسل ته د پاك او صفا سباٶن وركولو ذمه واري د اوسني كول ده، مونږ له د خپلو غرونو نه تر سمندر د اباسين د طاس حفاظت كول پكار دي ، د حياتياتي تنوع زيان د ځنګولونو وهلو او د ځنګلونو په زمكه د تجاوزات له امله دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ موسمياتي بدلون لپاره د كمېټۍ د څلورمې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د فضائي خيرنوالي مسئله نومبر څخه پېل شوې كومه چې زياته وچه مياشت وه چې د پنجاب زياتره سيمې ئې ځپلې دي٬ بله دا چې د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزو پاكستان د سنده طاس حياتياتي تنوع زيات ځپلے ۔دغسېوزيراعظم په شهري سيمو كښې په سمدستي توګه په اوږد مهاله منصوبه بندۍ زور رواړو چرته چې د ماحولياتي مسئلو پشمول د ګرين كور زيان٬ سېوريج ټريټمنټ، سالډ وېسټ مينجمنټ او د فضائې خيرنواليمسئلې په سمدستي توګه حل كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئېل زمونږ راتلونكي كول ته محفوظ ماحول وركولو لپاره د موسمياتي بدلون څخه موافقت لرونكو اقداماتو ته ضرورت دے۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د “کلين اېنډ ګرين پاکستان” اقداماتد ځوانانوتر مخه پېل كړيوٶ او دا چې د پاك او د ګرين سباون ذمه واري د اوسني نسل په اوږو ده۔ وزيراعظم په دې خبره رڼا واچوله چې د ماحولياتي خيرنوالي په نړيوالو ذريعو كښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده خو د موسمياتي بدلون اثرات په پاكستان زيات دي۔ دغسې ېوزيراعظم په “موسمياتي لحاظ سره موافق مستقبل لپاره د سندھ طاس ماحولياتي بحالۍ” د تصوراتي منصوبې اصولي منظوري وركړه٬ چې پكښې د تحفظ او په خيرنوالي قابو موندلو لپاره اقدامات شامل دي٬ كوم چې به د اباسيند طاس په بره غاړه٬ د سندھ مېداني او لاندېبهېدو پلو كولې شي٬ دغسې د منظورۍ او عملدرامد لپاره به يوه تفصيلي منصوبه په څلورو مياشتو كښې بشپړولې شي او اوسني اقدامات مربوط كولو او خلا ډكولو كولو لپاره به نوي اقدامات له وژن او اېكشن بېسډ فرېم ورك وركولې شي۔ په غونډه كښې د نړيوال بېنك لخوا د “نېچر پاليسي بيسډ بجټري سپورټ” د تصور تجويز هم منظور كړے شوكوم چې به په هېواد كښې د پرمختيائي منصوبو لپاره جديد ګرين فنانسنګ لا ګړندے كړي۔ د دې نه وړاندې موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم سلاحكار ملك امين اسلم په دې وروستيو كښې په ګلاسګو كښې د كنفرنس آف پارټيز (سي او پي) 26 كښې د پاكستان ګډون پحقله غونډې ته بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو عمر ايوب خان، محمد حماد اظهر، فواد احمد، سيد فخر امام، چوهدري مونس الٰهي، خاص مرستيال ملك امين اسلم، ډاکټر شهباز ګل، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د خېبرپښتونخواوزيراعليٰ محمود خان، د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد، وزير مملکت زرتاج ګل، سېنېټر فېصل جاويد، د سندھ د موسمياتي بدلون وزير محمد اسماعيل راهو، د ملګرو ملتونو او د نړيوال بېنك سينئر نمائندګانو او لوړ پورو ګډون وكړو