پېنډي16ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر فلپپو ګرانډي په جي اېچ كيو كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې٬سيمه ايزې سلامتيا٬افغانستان كښې په موجوده صورتحال او د بشري مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ سرلښكرپه افغانستان كښې د بشري همدردۍ لپاره او د كډوالو بحران مخ نيوي لپاره د نړيوالو هڅو په حاجت زور راوړو۔ده د ملګرو ملتونو بنيادي اقدار ته وده وركولو او د بحرانونو په مهال د دې په غبرګون د يو اېن اېچ سي آر كردار هم وستائېلو۔په دې موقع فلپپو ګرانډي د څلور لسيزو راهسې د څلور لكه افغان كډوالو كوربتوب لپاره د پاكستان كردار وستائېلو۔ده په هره كچه د پاكستان سره په مرسته كښې ښه والي لپاره د كردار ترسره كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔