د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف د غېر ملكي مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي)د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف په افغانستان كښې د امن او استحكام په اهميت زور راوړولو سره د نوي عبوري حكومت سره د روابطه منقطع كولواو د هند د سپائلر كردار په حقله خطرو څخه خبردارےوركړے۔د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف د شورو په ورځ غېر ملكي مېډيا نمائندګان د افغانستان په اړه د پاكستان نقطه نظر او د سيمه ايز سپائلرز د اړخه د پېښو خطرو څخه خبر كړي۔غېر ملكي مېډيا ته په خپله وېنا كښې د قامي سلامتيا صلاحكار په سيمه كښې د پاكستان انګيجمنټ٬مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او د نړيوالې ورورولۍ د كردار پشمول د افغانستان صورتحال ته پام لرنه كړې۔د قامي سلامتيا صلاحكار مېډيا د افغانستان څخه د غېر ملكي اهلكارو په انخلا كښې د پاكستان د هڅو او بشري همدردۍ په بنياد د افغانانو مرستې لپاره د يو فضائي پل جوړولو څخه خبر كړه۔معيد يوسف په دې خبره زور راوړو چې د نړيوالې ورورولۍ د اړخه د تېر وخت پشان افغانستان يوازې پرېښودل به يوه لويه غلطي وي د كومې په نتيجه كښې به چې د كډوالو اوامنيت بحران راپېدا شي۔كوم به چې د يوې سيمې او اولس لپاره محدود نه وي۔ ده دا وضاحت وكړو چې د تېر وخت څخه زده كړې كولو سره به لويدېزې نړۍ له وړاندې كتل وي اود افغانانو او په افغانستان كښې استحكام راوستلو له به مرسته كول وي۔ده دې مقصد لپاره په نړيوالو هڅو كښې د پاكستان اهميت هم رامخې ته كړو۔د هند د سپائلرز كردار په ډاګه كولو كښې ډاكټر معيد يوسف ووئيل هند د پاكستان په اړه بې بنسټه خبرونو خپرولو كښې بوښت دے۔اوسنيو كښې د هند مېډيا او پخوانو چارواكو په اړه په سوشل مېډيا هغه وخت ټوقېوشوې٬كله چې هغوي په سوشل مېډيايوه وېډيو د ګيم آرما-3 كلپ كارولو سره هغه د پاكستان د فضائي د اړخه پنجشېر سيمه كښې د بريد په توګه وړاندې كړه ۔د هند مېډيا د امريكې د جنګي الوتكې وېډيو هم استعمال كړې٬د قامي سلامتيا صلاحكار په اوسنيو كې په مقبوضه كشمير كښې د هند د بشري حقونو خلاف ورزيو او په كشميريانو د ظلم په حقله تازه او تفصيلي ډوزيئر په اړه هم نمائندګان خبر كړل۔ده وضاحت وكړو چې په څه ډول هند په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو ظلم كوي۔په ډوزيئر كښې د باور وړ د هند او نړيوالو ذريعو حواله وركړې شوې چې پكښې وئېلي شوي څنګه د هند امنيتي ځواكونو د پيلټ ګنز د لارې ګڼ وګړي ړانده كړي۔ډاكټر معيد يوسف ووئيل هند د امريكې ناټو مشن نادانه جوړولو سره هغوي له باور وركړو چې پاكستان په افغانستان كښې د مسئلې بنيادي ذريعه ده خو په حقيقت كښې دا وخت د افغان حكومت د تباهۍ وجه دا وه چې افغان نېشنل سېكېورټي فورسسز د كرپټ حكومت لپاره جنګ نه غوښتلو۔ده ووئيل كه د نړيوالې ورورولۍ د اړخه د هند مخاصمانه كردار نظر انداز كړے شو نو سيمه او نړۍ به بيا پښمانه وي ۔ ۔ډاكټر معيد يوسف ووئيل كه نړۍ په رښتيا په اېټمي منطقه كښې امن غواړي نو دوي له به د مودې تګلارې په اړه خپلې سترګې پرانستې ساتل وي ۔ پاكستان يو امن ناكه او مستحكم افغانستان غواړي۔ده په نړۍ زور راوړو چې د طالبانو سره تعميري رابطې ولرې دغسې چې په افغانستان كښې د څلورو لسيزو تشدد او شخړې ختمې شي۔پاكستان د خپلې قامي سلامتيا باوري كولو حق لري او هغوي به د طالبانو سره په ګډه داسې كوي ۔ ده په مقبوضه جمو و كمشير كښې د هندي ځواكونو د اړخه د كېميائې وسلو د مشتبه استعمال په اړه د ڼريوالو پلټنو غوښتنه هم وكړه ۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں