اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) په پنج شیر د طالبانو كنټرول څخه افغانستان كښې د هند په تابوت آخري ميخ وهل ګرځولې شوي چرته چې د پاکستان غیر مستحکمولو لپاره افرادی قوت او په مادي لحاظ سره لويه سرمایه كاري كيدله ٬ اوس هغه هم ختمه شوه۔ د تجزیه كارو له مخې د سيمي امن كښې د خنډانو راولاړولو ”ګریټ ګیم” مهم فريق هند د طالبانو د افغانستان په تندۍ سره په نيولو حیران پاتې شوے، اوس د هند لپاره د پاکستان په ضد د افغانستان خاورې كارول ناممکن شوي۔ په پنج شیر د طالبانو قبضې سره هلته د اوږد مزاحمت راز هم په ډاګه شوے كوم چې د هند د اړخه د طالبانو مخالفو جنګيالو اتحاد ”ناردرن الائنس” د پرله پسې ملاتړ په سبب دوام لرلو۔ دا صورتحال د هند لپاره يو تزویراتی زيان ثابت شوے او دغسې د هند د اړخه پنج شیر د طالبانو مخالفو کارروائیو لپاره د لانچنګ پیډ په توګه د كارولو امیدونه ختم شوي۔ اوسنو حالاتو كښې هند تر ټولو زيات متاثر شوے هېواد دے۔ هند كوم چې سيمه كښې د چين سره هم مسابقت کولو ، د عسکري او اقتصادي قوت په اړه ئې خپل ناسمه تاثر وړاندې كړے كوم چې اوس مجروح شوے دے