اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د پارليمان شريكه غونډه كښې ګډون كولو له د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو ٬ د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم او د آئيني ادارو مشرانو ته بلنه وركړې شوې ده ٬ بياهم د كورونا وبا د لاسه غړو سره راتلونكو مېلمنو او سېكېورټي ګارډز ته به پارليمنټ هاؤس ته د ننوتلو اجازه نه وي۔ د پارليمنټ غونډه به د ګل په ورځ 4 بجې كېږي۔ دې غونډې ته به صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خطاب كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا غونډه كښې ګډون كولو له خصوصي دعوت نامې جاري كړې شوي دي۔غونډه كښې ګډون كولو له د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو ٬ د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم ته دعوت نامې استولې شوي دي۔ دغسې شريكه غونډه كښې ګډون لپاره د څلور واړو صوبائي اسمبليو سپيكرانو په شمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبليو سپيكرانو او د وزيراعظم مرستيالانو ته هم دعوت نامې جاري كړې شوي دي۔ ۔چیف جسټس آف پاکستان، آډیټر جنرل آف پاکستان او د چیف الېکشن کمشنر په شمول د آئيني ادارو مشرانو او وفاقي سېكترانو ته هم د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ غونډه كښې ګډون لپاره د وسله والو ځواكونو مشرانو ٬ پاكستان كښې تعينات غېر ملكي سفيرانو او د ميډيا استازو ته هم خصوصي دعوت نامې جاري كړې شوي دي۔ غونډې ته د بللې شويو ګرانو مېلمنو د ناستې انتظامامت به د كورونا اېس او پيز له مخې كولې شي۔ د كورونا وبا نظر كښې نيولو سره د پارليماني غړو مېلمنو او سېكېورټي ګارډ ته به د پارليمنټ هاؤس احاطې ته د ننوتلو اجازه نه وي۔ په دې لړ كښې د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا خصوصي مراسله جاري كړې شوې ده۔ د پارليماني غړو آسانۍ لپاره پارليمنټ لاجز نه تر پارليمنټ هاؤس به خصوصي شټل سروس چلولې شي۔