اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت کاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره په بيړه كار كوي٬ حكومت به سرمايه كارو ته ټول ممكنه سهولتونه وركوي٬ پاکستان كښې د مېنځنۍ او كوچنۍ درجې صنعت ته د ودې وركولو بلها موقعې موجود دي چې پكښې د چين كمپنۍ كردار لوبولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين كمپنو مشرانو پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د ګل په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال په پلاوي كښې د ايزي فري فېبرېكېټډ هومز پرائيوېټ لمېټډ سي اي او، د لا هيټريډنګ انټرنېشنل پرائيوېټ لمېټډ سي اي او ،د يايشينګ انډسټريل پراډکټس کمپنسي اي او ، د لېډزون پرائيوېټ لمېټډسي اي او ، د چيانګ شنگ پاکستان سرامېکس پرائيوېټ لمېټډسي اي او ، د سنو وائيټ لاوېشن پرائيوېټ لمېټډسي اي او ،د ژينګ بانګ اېګريکلچر پاکستان پرائيوېټ لمېټډسي اي او ،د اېګزرټټېك پرائيوېټ لمېټډسي اي او٬ او د چېلنج فېشن پرائيوېټ لمېټډسي اي او شامل وو۔ په دې موقع د چين سفير نونګ رونګهم موجود ٶ۔ وفاقي وزيران محمد حماد اظهر، شوکت فياض ترين، اسد عمر، خاص مرستيال عبدالرزاق داؤد، خالد منصور او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ پلاوي د پاكستان حکومت دسرمايه كار دوست پاليسو ستائنه وكړه او په پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كښې ئې د ژورې دلچسپۍ څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل حکومت په ايز آف ډوئنگ بزنس پاليسۍ په بيړه عمل كوي٬ سرمايه كارو ته مراعات وركولې كېږي او انتظامي كاروائۍ آسانولې شي۔ وزيراعظم باور وركړو چې د دوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره به هره مياشت خپله د جاج د غونډې مشري كوم۔ ده ووئيل پاكستان د چين څخه په صنعتي څانګه كښې د پرمختګ پحقله ډېر څه زده كولې شي۔٬ د چين سرمايه کارۍ څخه به پاكستان كښې د روزګار موقعې ترلاسه شي او افرادي قوت به هنر زده كړي٬ پاکستان كښې د مېنځنۍ او كوچنۍ درجې صنعت ته د ودې وركولو بلها موقعې موجود دي چې پكښې د چين كمپنۍ كردار لوبولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زراعت، فشريز، سبزۍ او مېوې، د زيات پېداوار څاروي، آئيټياو ټيکنالوجۍ او كوچنيو صنعتونو ته پاملرنې ته اړتيا ده۔ حکومت به سرمايه کارو ته هر ډول ممكنه سهولتونه وركوي