د وزيراعظم عمران خان ډيجيټل پاكستان وژن بشپړولو لپاره د آئي ټي اوټېلي كام په څانګو كښې زمونږ اقدامات د سيمې د نورو هېوادونو په مقابل كښې زيات دي۔د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير سيد امين الحق

image

اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان ډيجيټل پاكستان وژن بشپړولو لپاره د آئي ټي او ټېلي كام په څانګو كښې زمونږ اقدامات د سيمې د نورو هېوادونو په مقابل كښې زيات دي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د ګلوبل سسټم فار موبائل كميونيكېشن نړيوال تنظيم جي اېس اېم اے غونډې ته وېنا كښې كړې۔وفاقي وزير د ډيجيټل ټرانسفارمېشن او پالېسيز په حقله د جي اېس اېم اے چارواكي خبر كړل۔په غونډه كښې د جي اېس اېم اے اېشيا پيسيفك مشر جوليئن ګورمن٬هيډ آف پبلك پالېسي جينټ وائټ آن لائن ګډون وكړو دغسې په دې موقع د آئي ټي سېكرټري ډاكټر سهيل راجپوت د يونيورسل سروس فنډ چيف ايګزېكټو حارث محمود چوهدري او د جي اېس اېم اے پاكستان كنټري هېډ سائره فيصل ګډون كولو۔وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل په پاكستان كښې د موبائل صارفين له ښه براډ بينډ سروسز او ټېلي كام آپرېټرز آسانيو او مراعاتو وركولو په ګڼو منصوبو او پالېسو عمل روان دے ۔په دې لړ كښې يو اېس اېف اے د 29 اربه روپو څخه زيات 43 پراجېكټس لرې پرتو سيمو كښې د موبائل رابطو وركولو لپاره بشپړېدونكې دي ٬ دغسې پاكستان د سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ سافټ ويئر ټېكنالوجي پاركس جوړولو او هنر مند افرادي قوت او فري لانسرز آسانيو وركولو لپاره چمتو دے

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں