اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په بلنه په افغان مسئله د افغانستان د شپږو ګاونډيانو هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه(نن)د شورو په ورځ د وېډيو د لارې كېږي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د غونډې مشري كوي چې پكښې به چين٬ايران٬تاجكستان٬تركمانستان او ازبكستان ګډون كوي۔د خارجه دفتر وياند ترمخه په غونډه كښې به د افغانستان د رامخې ته كېدونكي صورتحال جاج اخستلث شي دغسې چې په ګډه د چېلنجونو مقابله وكړې شي د سيمه ايز استحكام او خوشحالۍ باوري كولو لپاره د نوو موقعو ادراك وكړث شي۔دا غونډه به د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو ته امن ناكه مستحكم افغانستان لپاره د كار كولو موقع وركړې شي كومه چې د مضبوطو اقتصادي روابطو جوړولو لپاره ضروري ده۔د افغانستان ګاونډيان هېوادونه په امن او استحكام كښې مهم برخه لرونكي دي۔يو امن لرونكث مستحكم خپلواكه او خوشحاله افغان ټرانزټ ټرېډ٬په اولسي كچ تبادلو او په منطقه كښې د امنيت لپاره مهم كردار ترسره كړي