اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په پوهنتونونو كښې د آن لائن زده كړو تناسب زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي دا طريقه كار به د لږ خرڅ سره سره زده كونكو له تر اعلٰی تعليم رسنه وركولو له مرستياله وګرځي۔تعليمي ادارې دې په خپل وژن نظر ثاني وكړي او په بېړۍ د بدلېدونكي نړۍ چېلنجونو مقابلې لپاره دې فكري بريا ترلاسه كولو ته پام لرنه وكړي۔صدر د دې خيالاتو څرګندونه د دنهې په ورځ په ايوان صدر كښې د رفا انټرنېشنل يونيورسټۍ اسلام آباد په اړه د بريفنګ اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د رفاه انټرنېشنل يونيورسټۍ وائرس چانسلر ډاكټر انيس احمد٬ ايګزېكټو ډائرېكټر آر آئي يو اسد الله خان٬رجسټرار برېګېډيئر(ر)انجينئر سليم احمد خان٬د فېډرل ايجوكېشن اينډ پروفيشنل ټريننګ وزارت او هائير ايجوكېشن كمېشن سينئر چارواكو ګډون كولو۔د رفاه انټرنېشنل يونيورسټۍ وائس چانسلر صدر په هېواد كښې د تعليم ودې په حقله د خپل پوهنتون د كاميابو او كردار نه خبر كړو۔په دې مهال د انفارمېشن ټېكنالوجي په اهميت رڼا اچولو سره صدر ووئيل پوهنتونونو له څلورم صنعتي انقلاب او د تحقيق او پرمختګ هلو ځلو تقاضو ته د پام لرنې ضرورت دے دغسې چې پاكستان د ټېكنالوجۍ په توګه د پرمختګ كړو هېوادونو په صف كښې شامل كړی شي۔ده ووئيل تعليمي كاميابۍ نه علاوه پوهنتونونو ته اخلاقي٬ علومو او د زده كونكو كردار سازۍ ته هم پام لرنه پكار ده۔صدر خاص زده كونكو ته د ټيوشن فيس٬هاسټل فيس او په يوټېلټي فيس كښې د كمي كولو په اړه د اېچ اي سي د پالېسۍ هم ستائنه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې دې سره به دوي ته د اعلٰی زده كړو ترلاسه كولو ترغيب له مرسته ترلاسه شي۔ده د تعليم او صنعت ترمينځه د روابطو او د نړيوالو پوهنتونونو سره د مرستې زياتولو په حاجت هم زور راوړو كومه به چې د معياري تعليم ودې له د معاونت سبب وګرځي۔صدر په دې مهال د زده كړو په وده كښې د څرګند كردار په ترسره كولو د پوهنتون د كاركردګۍ ستائنه وكړه