اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف(پي ټي آئي)سېنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مخلص قيادت كښې د حكومت ټول پام د 2023 ټاكنو ګټلو په ځاے د راتلونكو نسلونو روښانه سباؤن ته دے٬پخوانو حكومتونو د ځوانانو سباؤن په ځاے ذاتي ګټېله كار كړے خو د پي ټي آئي حكومت كامياب جوان پروګرام د لارې ځوانانو سره كړې لوظونه پوره كوي۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د روغتيا څانګې ته خاص اهميت په وركولو دادرناوے د تحريك انصاف حكومت لري ٬د يونيورسل هېلت كورېج څخه به نه يوازې غريبو خلكو ته تحفظ ترلاسه شي بلكې د روغتيا په څانګه كښې به انقلابي بدلونونه هم راشي۔سېنېټر فيصل جاوېد ووئيل د امريكې غوندې ترقي يافته هېوادونو هم خپلو وګړو ته په بشپړه توګه هېلت كورېج نه دے وركړے خو پاكستان د محدودو وسائلو باوجود د ټول هېواد وګړو ته په بشپړه توګه د يونيورسل هېلت كورېج وركولو پلو روان دے٬د يونيورسل هېلت كيئر پروګرام دائره كار د پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او د آزاد جمو كشمير پشمول تر ټول هېواد خپرولې شي