وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي۔وزيراعظم عمران خان د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آغا سره په ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي٬د صوبے اولس لپاره په تاريخ كښې په وړومبي ځل لويې پرمختيائي پېكج وړاندې كړې دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آغا سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال په بلوچستان كښې د امن او امان په صورتحال او روانو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم عمران خان په بلوچستان كښې د امن او امان په صورتحال كښې لا ښه والي لپاره ټولې اړوند ډلې په اعتماد كښې د اخستلو هدايت كړې۔وزيراعظم ووئيل چې وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره اقدامات كوي٬د صوبې اولس لپاره په تاريخ كښې په وړومبي ځل لويې پرمختيائي پېكج وړاندې كړې دې۔ده ووئيل چې ايګريكلچرل ټرانسفارمېشن پلان به د بلوجستان كروندګرو مرستې سره سره په صوبه كښې د كركيلې پرمختګ هم باوري كړي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں