اسلام آباد27اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي طالبانو له مونږ مشوره وركولې شو خو ډكټېټ كولې ئې نشو،طالبان دې مخلوط حکومت جوړ كړي، د پېښور نه تر مزار شريف او تر تاشقند د رېل پټلۍ او د افغانستان د لارې تر مېنځنۍ آسيائي رياستونو د ټركونو د لارې تجارت ته وده وركولو لپاره افغانستان كښې امن او استحكام ضروري دے ، سي پېكاروپائي ائتلاف سره د تړلو نه پس به منطقه كښې معاشي هلې ځلې لا وده ومومي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزېرې ډاکټر فهميده مرزا سره د بدين پرېس كلب عهدېدارو سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن او استحکام غواړو، طالبانو له مونږ مشوره وركولې شو خو ډكټېټ كولې ئې نشو٬ وزيراعظم عمران خان په باجوړ كښې د خپلې وېنا په مهال اشرف غني ته د الېكشن په ځاے ټولو ګروپونو سره په ګډه د متفقه حكومت جورولو مشوره وركړې وه، طالبانو ته هم مونږ دا مشوره وركوٶ چې ھغوي مخلوط حكومت جوړ كړي۔ ده ووئيل مونږ طالبان امريكې سره خبرو اترو لپاره راضي كړي٬ د كابل واكدارانو سره هم د طالبانو خبرو اتروله مونږ ستړې كړې وې خو د بده مرغه اشرف غني زمونږ خبره وانه ورېدله۔ ده ووئېل د پېښور نه تر مزار شريف او تر تاشقند د رېل پټلۍ او د افغانستان د لارې تر مېنځنۍ آسيائي رياستونو د ټركونو د لارې تجارت ته وده وركولو لپاره افغانستان كښې امن او استحكام ضروري دے، سي پېكاروپائي ائتلاف سره د تړلو نه پس به په منطقه كښې معاشي هلې ځلې لا وده وكړي۔ وفاقي وزيرووئېل په تېرو لسو كالونو كښې نزدې 1900 اربه روپۍ د سندھ حكومت ته د وفاق لخوا ترلاسه شوې، وفاق څخه د ګرد هېواد راټولېدونكې ټېكس 59 فيصده برخه صوبو له وركړے كېږي٬ بدين او ګھوټکي كښې د ګاز د رائيلټۍ په نامه د سندھ واكداران ډېرې پیسې د وفاق نه اخلي٬ بدين له د خپلو مسئلو لپاره غږ پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل وركنګ خبريالانو ته دا حق پكار دے چې ھغوي د ميډيا ټربېنولز د لارې د خپل کنټريکټ انفورسمنټ وكړے شي٬ په تېرو درې نيمو مياشتو كښې نزدې 70 كروړه روپۍ ميډيا ګروپس ته جاري كړے شوي خو دا مهال هم يو شمېر د ميديا ادارې خپلو وركرانو ته نتخاګانې نه وركوي كومه چې د افسوس خبره ده۔ ده ووئيل د پاکستان په ميډيا ډويلپمنټ اتھارټي كښې د ميډيا ورکرز حقونو او د فېك نيوز نه نيوي نه علاوه هر بدلون ته چمتو يو۔ په دې موقع وفاقي وزير د پرېس كلب عهدېدارو مسئلې واورېدې او د دغې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو ئې باور هم وركړو۔ په دې موقع د بدين پرېس كلب صدر تنوير احمد آرائيں ٬ عمومي سېكتر او نور عهدېدار هم موجود وو۔