اسلام آباد26اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي راتلونكو ورځو كښې به ګراني كمه او آمدن به زيات كړو، چا ته به د ګرانۍ او د ناجائزهګټې اجازه ورنه كړو، مونږ په سم لور مخ په وړاندې روان يو٬ د هېواد هره معاشي څانګه د پرمختګ منزلونه ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل په هېواد كښې بندونه په تندۍ سره جوړېږي٬ په سماجي څانګه كښې صحت كارډ٬ د 260 اربه روپو احساس پروګرام او كم آمدن لرونكو طبقو له د كورونو جوړولو پروګرام وركوٶ۔ ده ووئيل د کامياب جوان پروګرام له مخې 22 اربه روپۍ د هېواد ځوانانو ته وركړے شوي، ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل په فوډ سېكورټي څانګه كار روان دے۔ ده ووئيل كله چې اوسني حكومت اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد بېنك ډيفالټ ٶ او د پنځلسو ورځو ذخيره موجود وه، هېواد د درآمدت لپاره پېسې نه لرلې۔ده ووئېل نن نه يوازې اوسني حكومت هېواد مستحكم كړے بلكې د هېواد د معيشت شرح نمو هم زياته شوې۔ ده ووئيل په سماجي څانګه كښې صحت كارډ٬ د 260 اربه روپو احساس پروګرام او كم آمدن لرونكو طبقو ته د كورونو جوړولو پروګرام وركوٶ۔ ده ووئيل د کامياب جوان پروګرام له مخې 22 اربه روپۍ د هېواد ځوانانو ته وركړے شوي