اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی)صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان(اے پی پی )، پاکستان ټیلی وژن ، رېډیو پاکستان او ډیجیټل میډیا ونګ په شمول د رياستي ميډيا ادارو ډیجیټلائزیشن پرانسته وكړه۔ په دې لړ كښې د خالي په ورځ پاک چائنه سنټر كښې خصوصي دستوره وشوه۔ د پرانستې دستوره كښې لومړۍ میرمن ثمینه علوي ، د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فرخ حبیب ، وفاقي وزیره شیرین مزاري ، د احتساب او کورنیو چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر ، د سندھ چارو لپاره د وزيراعظم خصوصي سلاکار ارباب غلام رحیم ، د اطلاعاتو او خپرونو سېکتره شاهيره شاهد ، د پرېس انفارمېشن آفيسر سهېل علي خان ٬ د اے پي پي اېم ډي مبشر حسن ٬ د پي ټي وي اېم او د پي بي سي ډي جي په شمول نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د اطلاعاتو وزارت لخوا پېل كړې شوي سټېټ میډیا ډیجیټل ټرانسفارمېشن پراجېکټ كښې ډائریکټوریټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکشنز سره سره پی آئی ډی ، پېمرا او نیشنل میډیا یونیورسټی هم ډیجیټلائزېشن منصوبه كښې شامل ده۔ د دستورې په مهال اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان ته كوالټي مېنجمنټ خپل معيارات نړيوالې كچې سره په سمولو د آئی ایس او :2015 :9001 او 2013 :27001 سرټیفکیټ هم وركړے شو۔ د دې سرټیفیکېشن له امله به اے پي پي د موجوده دور غوښتنو له مخې روايتي ابلاغ ذريعو څخه په فعاله ډيجيټل ميډيا سروس كښې بدل شي او خپل مسابقتي كردار به په زيات فعاله ډول ترسره كولې شي۔ د ډیجیټلائزېشن منصوبې له مخې به اے پي پي خپلو صارفينو او اولس ته د بېل نوعيت خبرونو او ډيجيټل مواد رسولو له د كار خپله دائره پراخا كوي۔ اے پی پی به د خبرونو فوري ترسيل او خپل ډیجیټل آرکائیوز په ځائې ساتلو له نوې کمپیوټرې ، سرورز، ویډیو اېډټنګ او ټرانسمېشن آلات كاروي۔ دستورې ته د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن هم خطاب وكړو۔