د اسلامي مرستې تنظيم د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې په حل كولو زور

image

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او ائې سي) د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې په حل كولو زور راوړے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا غوښتنه نن اسلام آباد كښې د خارجه سېكرټري سهېل محمود او د او آئي سي د آزاد مستقل انساني حقوق كمېشن يو پلاوي ترمينځه ملاقات كښې وكړې شوه۔ كمېشن په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو وضعې په ښه كولو هم زور راوړو۔ خارجه سېكرټري پلاوې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزيو نه هم خبر كړو۔ هغه پلاوي ته د كشمير شخړې قانوني حېثيت او د بشري حقونو بېلو اړخونو سره سره د سيمې امن او سلامتيا په اړه هم بريفنګ وركړو۔ د او آئی سی آزاد مستقل انسانی حقوق کمېشن 12 كسيزه پلاوې د پاكستان او آزاد كشمير په دوره راغلے كومه به چې د روانې مياشتې تر 19 مې نېټې دوام لري۔ پلاوې به د خپلې دورې په مهال د صورتحال جاج اخستو له د كنټرول لائن دوره كوي او د مقبوضه كشمير كډوالو او د هندي ظلم د لاسه ځينې ځپلے شوو كشميري وګړو سره به ملاقاتونه هم كوي

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں