د هند پشمول منطقه كښې د ګاونډيانو سره په امن د اوسېدو خوښي لرو۔ ۔شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د هند پشمول په منطقه كښې د ګاونډيانو سره په امن ناكه ډول د اوسېدو خوښي لرو ٬په مقبوضه جمو كشمير كښې د روانو بشري حقونو سنګين وخلاف ورزيو معامله به د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل راتلونكې غونډه كښې وړاندې كولې شي۔دا خبره ده د او آئي سي بشري حقونو كميسون 12 كسيزه پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كولو۔خارجه سېكرټري سهيل محمود٬سپېشل سېكرټري رضا بشر تارړ او د خارجه وزارت سينئر افسران هم په دې موقع موجود وو۔خارجه وزير پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل نن د اګست په پنځمه نېټه ستاسو راتګ زمونږ لپاره د خاص اهميت وړ دے٬نن په ټول هېواد كښې په مقبوضه جمو كشمير كښې اوسېدونكو كشميريانو سره د يووالي څرګندونه او د هند د اګست پنځمې نېټې كال 2019 يواړخيزه او غېر آئيني اقداماتو په ضد اجتجاج كېږي۔ده ووئيل په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند ظلمونو او د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو لړۍ روانه ده٬بې ګناه كشميريان د بنيادي بشري حقونو څخه محروم ساتلې كېږي او د مېرمنو سپكاوې معمول جوړ شوے ۔شاه محمود قرېشي ووئيل هندي سركار په مقبوضه جمو كشمير كښې جغرافيائي تناسب بدلولو لپاره نړيوال قوانين نظرانداز كړي او تراوسه 3.8 ملين ډوميسائل سرټيفيكېټ جاري كړې شوي ۔د هند لخوا د كشمير پريميئر ليګ په ډول ايونټ د متنازعه كولو هڅې شوي۔ده ووئيل د هند پشمول په سيمه كښې د ګاونډيانو سره په امن ناكه ډول د اوسېدو خوښي لرو ۔شاه محمود قرېشي ووئيل د فلسطين او كشمير په معامله د جناب والكن بوذ خذمات د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل راتلونكې غونډه به په اسلام آباد كښې كېږي۔ده ووئيل مونږ به په مقبوضه جمو كشمير كښې د روانو بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو معامله٬د او آئي سي بشري حقونو كمېشن مرتب شوې رپورټس سره د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل راتلونكې غونډه كښې وړاندې كوو

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں