وزيراعظم عمران خان سره د سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالکي ملاقات ٬ د مېنځني ختيز په ګرين انېشي اېټو كښې د ګډون بلنه

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالکي ملاقات كړے ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د سعودي سفير وزيراعظم عمران خان له د ولي عهد محمد بن سلمان لخوا په اكتوبر كال 2021 كښې د سعودي په كوربتوب كښې د ” مېنځني ختيز په ګرين انېشي اېټو” سرخط كېدونكې د مشرانو غونډه كښې د ګډون كولو رسمي بلنه وركړې۔ د يادونې وړ ده د ولي عهد لخوا د مېنځني ختيز ګرېن انيشي اېټو اعلان سږ كال په پېل كښې شوے ٶ، كوم چې د پاکستان وزيراعظم د كلين اېنډ ګرين پاكستان او د ټېن بلين سونامي ټري منصوبې سره مطابقت لري۔ پاکستان او سعودي عرب ماحوليات كښې د بدلون پحقله لائحه كښې همكاري پېدا كولو لپاره هم يو بل سره نزدې مرسته كوي۔ وزيراعظم عمران خان ته د مشرانو په دې غونډه كښې بلنه وركول د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره د پاكستان د قائدانه كردار اعتراف دے۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں