علم سره سره د ټولنې دړد محسوسول او انكساري هم ضروري ده٬د نالج اکانومي په بنياد به هېواد زر پرمختګ وكړي۔ د صدرډاکټر عارف علويد غلام اسحٰق خان انسټيټيوټ 25م كانووكېشن دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد28جولائي (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علويد بشري ټولنې بهترۍ لپاره تعليم سره سره د تربيې اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي علم سره سره د ټولنې دړد محسوسول او انكساري هم ضروري ده٬ ګرده نړۍ كښې په علم آډانه معيشت دور راروان دے، ګرد هېواد كښې معاشي هلې ځلې وده مومي٬ د نالج اکانومي په بنياد به هېواد زر پرمختګ وكړي، ټولنې څخه د بدعنوانۍ خاتمه ضروري ده۔ ده دا خبرې په ايوان صدر كښې د غلام اسحٰق خان انسټيټيوټ 25م كانووكېشن دستوره ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د غلام اسحٰق خان انسټيټيوټ ريكټر امين اللّہ خان، ايډي شکيل دراني او پروفيسر وسيم احمد خان هم وېنا وكړه۔ صدرووئيل ګريجويټشوو زده كوٶنكو د ھغوي مور پلار او استاذانو ته مباركي وركوم ځكه چې په دې كاميابۍ كښې دا ټول هم كردار لري۔ ده ووئيل علم كوم حد نه لري٬ په دې لاره نور علم لپاره جستجو پكار ده۔ صدر ووئيل نن په نړۍ كښې د علم كمے دے٬ څلورم صنعتي انقلاب په تندۍ سره رامخې ته كېدونكے دے، دې لپاره پاكستان له چمتو پاتې كېدو ته اړتيا ده۔ ده ووېيل مونږ له به په بيړه د بدلېدونكې نړۍ مقابلې لپاره ذهانت ته وده وركول وي، اوس يوازې د قدرتي وسائلو په بنياد د اوږدې مودې پرمختګ ممكن نه دے بلكې دې لپاره ذهانت او فكر په كار راوستلو ته اړتيا ده٬ په دې مېدان كښې پاكستان د مقام پېدا كولو صلاحيت لري٬ دې مقصد لپاره به د ټولنې هرې طبقې له خپل كردار لوبول وي۔ صدرد غلام اسحٰق خان انسټيټيوټ په هېواد كښې د تعليم ودې لپاره د كردار ستائنه وكړه۔ په دې موقع د ادارې رېکټر غلام اسحٰق خان انسټيټيوټ امين اللّہ خان او نورو په ايوان صدر كښې د کانووکيشن د دستورې په كوربتوب كولو د صدر مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں