اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دوره ورځنۍ سركاري دوره نن بحرېن ته ځي چرته به چې هغه د پاكستان بحرېن د وزارتي كمېشن دويم سېشن كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر له مخې د شريك وزارتي كمېشن غونډې په مهال به د دواړه هېوادونو كارپوهان په خصوصي توګه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ اوورسيز اېمپلائمنټ ٬ كركيلې ٬ اطلاعات ٬ سېلګرۍ او د شريكې خوښې د څانګو په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د بحرېن مشرتابه سره سره د بحرېن خپل همڅنګ ډاكټر عبد اللطيف بن راشد الزياني او نورو اعلی چارواكو سره هم ملاقات كوي او د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د خارجه دفتر له مخې د خارجه وزير د بحرېن دورې سره به د وروڼو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شي