ټول هيواد كښې تعلیمی ادارې تر 31 مئی د بندو ساتلو نوټیفكیشن جاری شو،دا رخصتۍ به د ګرمۍ موسم رخستۍ ګڼلې شي

image

اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزارت ټول هيواد كښې تعلیمی ادارې تر 31 مئی د بندو ساتلو نوټیفكیشن جاری كړې ۔ د وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري نوټیفكیشن له مخې سركاری نجی سكولونه،كالجونه، پوهنتونونه او مدرسې به تر 31 مئی بندې وي۔ نوټیفكیشن كښې وئيلي شوي دغه رخصتۍ به د ګرمۍ موسم رخصتۍ ګڼلې شي۔ كرونا وباء ترمخه د ادارو بندو ساتلو پريكړه د صوبو ترمينځه د تعليم وزيرانو كنفرنس كښې شوې ده ۔ نوټیفكیشن څلورو واړو صوبو ، آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان حكومتونو ته هم ليږلې شوې

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں