اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ماډل پوليس سټېشن به ټول پنجاب لپاره مثال وي، مونږ ته په پنجاب كښې تاڼه كلچر بدلول دي، دې مقصد لپاره به د پنجاب آئي جي سره د وفاقي حكومت لخوا هر ډول ممكنه مرسته كولې شي، د انګرېز د دور نظام بدلول دي، په تېر وخت كښې به تاڼه كچري د خپلو سياسي مخالفينو په ضد كارولې شوه، مونږ به د پنجاب پوليس د خېبر پښتونخوا پشان كړو چې دغسې خلق پرې باور وكړې شي. د خالي په ورځ په ميانوالي كښې د ماډل پوليس سټېشن د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل لچې د ماډل پوليس سټېشن په جوړولو هغه د پوليس محكمې ستائنه كوي. ده ووئيل چې كله پوليس سټېشن ته څوك وګړے راځي نو چې داسې ماحول وي نو په پوليسو به اعتماد كوي ځكه چې پوليس ته څوك ځي نو په كوم مشكل كښې وي او چې څومره په پوليسو د خلقو باور زياتېږي دومره به هېواد ګټه كوي. ده ووئيل چې كه پوليس ښه كار كوي نو د هېواد تقدير بدل شي. ده ووئيل چې په كال 2002م كښې چې زه كله په اول ځل د قومي اسمبلۍ غړے د ميانوالي نه جوړ شوم نو لويه مسئله د تاڼې كچرې وه، زيات خواستونه به د دې راتلل. د دروغو اېف آئي آر به وو، هغه وخت به سياستدانانو تاڼې كچرې كنټرول كولې. دا قدم به دوي كوم ښه كار لپاره نه بلكې د خپلو سياسي مخالفينو په ضد پورته كولو ځكه په پوليسو باور هم نه و. وزيراعظم ووئيل چې ماډل پوليس سټېشن جوړول د نوي سوچ آغاز دے، د نوي پاكستان مطلب نوے سوچ دے. تاڼې كچرې او پټواري سوچ زمونږ هېواد تباه كړے. ده ووئيل چې په ماډل پوليس سټېشن كښې به په مېرټ كار كېږي. دا ډېر ښه اقدام دے. ده ووئيل چې په كال 2013م كښې چې كله مونږ په خېبر پښتونخوا كښې اقتدار ته راغلو نو هغه وخت په صوبه كښې ترهګري وه، د پوليسو مورال ډېر پرېوتې و، مونږ د پوليسو مورال لوړ كړو. مېرټ مو راوستو، اېن ټي اېس مو معرفي كړو او بيا به خلقو د پوليسو په حق كښې مظاهرې كولې. وزيراعظم ووئيل چې يو وارې اراده وكړې شي نو يو كار هم مشكل نه وي، ما او وزيراعلٰی پرېكړه كړې چې دواړه حكومتونه به د پنجاب آئي جي ممكنه مرسته كوي، فنډ به هم وركوي او ستونزې به هم حل كوي.