د جهلم خلقو په درېم ځل د وزيراعظم عمران خان كوربتوب وكړو

image

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د جهلم خلقو په درېم ځل د وزيراعظم عمران خان كوربتوب كړے ٬د سيمې اولس چې كوم عزت د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې پي ټي آئي له وركړی نن وزيراعظم عمران خان د هغوي درناوي لپاره دلته راغلې ٬په وروستيو كښې وسائل د غېر منصفانه وېشلو په سوب جهلم او په خاص توګه كهيوړه د پرمختګ څخه محرومه پاتې شوي ٬نن وزيراعظم عمران خان د دې ځاې اولس سره وفا كولو لپاره راغلے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پنډدادنخان كښې د جلال پور كينال د بنياد تېګه اېښودلو په موقع دستورې ته وېنا او د وزيراعظم عمران خان٬د پنجاب اعلٰی وزير عثمان بزدار په درناوي كښې د استقباليې په مهال وكړه۔ده ووئيل جلال پور كينال يوه ځانګړې منصوبه ده كومې سره به چې په منطقه كښې خوشحالي راشي او د څښكلو پاكې اوبه به ترلاسه شي۔ده ووئيل د منطقې خلق په بېلا بېلو اندازونو كښې د پاكستان خذمت كوي او تر ټولو لويې خذمت د هېواد دفاع لپاره د ځوانانو قرباني ده چې د كوم په سوب په پاكستان كښې امن راغلې۔ده ووئيل په لائن آف كنټرول د دې ځايې يو بل زلمي په هېواد ځان قربان كړو كوم ته چې مونږ د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل په وروستيو كښې دا منطقه نظرانداز كړی شوې٬مونږ د پنجاب اعلٰی وزير څخه غوښتنه كوو چې كوم ډول لاهور٬كراچۍ او تونسه د دې هېواد مهمې سيمې دي دغسې جهلم٬پنډدادنخان هم د هېواد مهمه منطقه ده بايد دې ته دې جائز حق وركړی شي۔ده غوښتنه وكړه چې جهلم كښې دې بائيو ټېكنالوجي پارك جوړ كړی شي او د دې سيمې لپاره دې د ګاز منظوري وركړی شي۔ ده ووئېل د وزير آباد څخه جي ټي روډ د موټروے په ډول اپ ګرېډ كړی شي٬جهلم ضلع دې په فيوچير سټي وژن بدله كړی شي۔هغه د يخنۍ باوجود د وزيراعظم په راتګ د هغه مننه وكړه۔د دې څخه وړ

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں