د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فيصل جاوېد د اے پي پي د ايوارډونو وركولو دستورې ته وېنا

image
APP03-25 ISLAMABAD: December 25 – Chairman Senate Committee of on Information and Broadcasting, Faisal Javed Khan addresses to the Award Distribution Ceremony of Associated Press of Pakistan at National Library. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فيصل جاوېد وئېلي دي چې پيپلز ګوند او مسلم ليګ(ن)د كال 2008 نه تر كال 2018م د هېواد خزانه لوټ كولو سره خپلې خزانې ډكې كړې دي٬په بهرنيو هېوادون كښې يې خپل جائيدادونه جوړ كړي٬ 22 كروړه اولس ته په وړومبي ځل د عمران خان په صورت كښې يو ديانتدار او ايماندار وزيراعظم په لاس راغلې٬ده په وړومبو 15 مياشتو كښې پھ معاشي توګه ديواليه هېواد پھ خپلو پښو ودرولې٬ 2020م د معاشي پرمختګ كال دې٬په دې كال كښې به عام وګړی د حكومت د اصلاحاتو او پالېسو خواږه ترلاسه كړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان( اے پي پي)د ايوارډونو وركولو دستورې ته پھ خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اطلاعاتو يوه ښه وزيره ثابته شوې٬د 24 ساعتونو په محنت سره هغه وزارت پھ ښه ډول چلوي۔ده ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال د كرپشن او مني لانډرنګ د لارې قامي خزانه د ژورې پشان خوړلې شوې۔پھ دې لسو كلونو كښې اقتدار لرونكې كورنۍ د مالدارو نه مالدار شوي دي او اولس د غربت د لاندې كچې نه هم لاندې تلې۔ده ووئيل چې كله چې پاكستان تحريك انصاف اقتدار ته راغلو نو هغه وخت پاكستان په معاشي توګه ديواليه وو۔وزيراعظم عمران خان او د هغه ډلې شپه او ورځ محنت كولو سره پاكستان په معاشي توګه مضبوط كړو۔نن نړيوالې مالياتي ادارې هم د پاكستان د معيشت مضبوطيا مني۔ده ووئيل چې په وړومبي ځل په پاكستان كښې په ادارو كښې اصلاحات شوي۔د اصلاحاتو په څانګه كښې د پاكستان په نړيواله درجه بندۍ كښې په شپږم لمبر راغلې۔په كاروبار كښې د آسانيو په څانګه كښې د پروېز مشرف په دور كښې پاكستان په نړيواله درجه بندۍ كښې په 72لمبر وو۔د تېرو لسو كلونو په مهال پيپلز ګوند او د(ن)ليګ حكومتونو پاكستان 132 لمبر ته رسولې وو خو د اوسني حكومت د اقداماتو په وجه پاكستان 28 درجې بهترۍ سره 100لمبر ته نزدې شوې۔په راتلونكو څو كلونو كښې به نوره بهتري هم راشي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں