د وزيراعظم عمران خان د برېښنا پېداوار 310 مېګاٶاټ منصوبو په لوظنامې د لاسليك دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د سباون منصوبه بندۍ نشتوالي په سوب پخوا پرمختګ نه دې شوې٬ د اوبو په ځائ د ګرانې برېښنا منصوبې پېل كېدلې ٬ د اوسني حكومت په 14 مياشتو كښې معيشت مستحكم شوې ٬ د روپۍ قدر مخ په ښه كېدو دے ٬سټاك مارکيټ هم ترقۍ كوي ، د کرنټ اکاٶنټ خساره كمه او برآمدات مخ په زياتېدو دي٬ د سرمايه كارو باور زياتېږي٬ د برېښنا غلا مخنيوي له امله په يو كال كښې 120 اربه اضافې روپۍ تر لاسه كړې شوي٬ سيلۍ څخه د برېښنا پېداوار به نه يوازې ماحول دوسته وي بلكې ارزانه به هم وي٬ د ګلوبل وارمنګ څخه پاكستان ځپلې كېدې شي٬ دې مسئلې پلو به پاملرنه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم پاكستان كښې د سيلۍ څخه د برېښنا پېداوار 310 مېګاٶاټ منصوبې په لوظنامه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ماحول دوسته منصوبو په لوظنامو د زړه نه خوشحاله شوې يم۔ ده ووئيل چين په نړۍ كښئ په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې هېواد دے او په 30 كالو كښې ئې 30 كروړه اولس د غريبۍ نه خلاص كړې كومه چې يوه معجزہ ده۔ ده ووئيل زمونږ بد مرغي ده چې دلته د لنډې مودې منصوبه بندۍ كېدې او كوم حكومت چې هم راغلې د اوږدې مودې لائحه خپلولو په ځائې ئې په ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره د لنډې مودې حكمت عملي په توګه په كروړونو روپۍ څرخ كړې۔ ده ووئېل په نيمه اوچه كښې د ټولو نه زياته ګرانه برېښنا مونږ پېدا كوٶ٬ تر څو چې آرزانه برېښنا پېدا نه كړو او صنعتونه پرمختګ اونه كړي نو آمدن به څنګه زياتېږي۔ ده ووئيل د سنګارپور برآمدات 300 اربه ډالره دي٬ د 60 په لسيزه كښې مونږ په پرمختګ كښې وړاندې روان وٶ خو د اوږدې مودې د منصوبه بندۍ نشتوالي په سوب مونږ وروستو پاتې شو۔ ده ووئيل په ماضي كښې مونږ د پن پرېښنا په ځائ ګرانه برېښنا پېدا كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل سيلۍ څخه د برېښنا پېدا كول ارزانې منصوبې دي چې بېعه ئې د 5 سېنټ نه هم ټيټه ده او په دې لړ كښې زمونږ تر كال 2030 60 فيصده هدف سر كول غواړو ۔ وزيراعظم ووئيل ګلوبل وارمنګ يو لوے چېلنج دے او دې څخه په ځپلې شوو هېوادونو كښې پاكستان په اتم لمبر دے٬ هېواد كښې د اوبو مسئله د وړاندې نه موجود ده ٬ مونږ له دې پلو هم پام كول دې۔ ده ووئېل د درآمدي فيول په ځائ د سېلۍ نه به آرزانه برېښنا جوړېږي ٬ كه د روپۍ قدر هم كمې شي نو مسئله به نه جوړېږي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف او نړيوال مالياتي كارپوېشن مننه كوٶ څوك چې په دې اړه معاونت كوي۔ وزيراعظم ووئيل وړومبې كال حكومت لپاره سخت ٶ او د 20 اربه ډالرو د كرنټ اكاٶنټ خسارې سره مونږ مخ وٶ او د زرمبادله پانګې هم دومره نه وي چې د روپۍ قدر كښې د كمي لاره نيولو لپاره مو كارولې وې۔ ده ووئېل د حکومت اقتصادي ډلې زيات محنت كړې چې په سوب ئې معيشت مستحكم شوې ٬ روپۍ قوي كېږي٬ په سټاك ماركيټ كښې مثبت رجحان او د كرنټ اكاٶنټ خساره مخ په كمېدو ده٬ درآمدات او د سرمايه كارو باور زياتېږي۔ ده ووئېل زمونږ لور سم دے٬ د اولس بهترۍ له چې څه كولې شو كوٶ به٬ آمدن به زياتېږي او د ټېكس وصولي به هم ښه كېږي ۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا د غلا مخنيوي لپاره د اقداماتو په سوب مو 120 اربه روپۍ زياتې تر لاسه كړې٬ چې پرې وفاقي وزير عمر ايوب خان د مباركۍ مستحق دے٬ سيلۍ څخه د 310 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو په 6 منصوبو به 45 كروړه ډالره لګښت راشي او دا منصوبې به د نړيوال مالياتي كارپورېشن او د نړيوال بانك په مرسته بشپړولې شي٬ دواړه مالياتي ادارې به د 32 كروړه ډالرو انتظام كوي٬ دې منصوبو سره به ماحول ښه وي او ارزانه برېښنا به ترلاسه شي۔(

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں