پاکستان او افغانستان د تير وخت هيرولو او په شريكه تږ لاره په ګډه د كار كولو پريكړه

image
APP08-15 MULTAN: May 15 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a press conference at Circuit House. APP Photo by GM Kashif

اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاکستان او افغانستان تير وخت هيرولو سره په شريكه تږ لاره په ګډه د كار كولو پريكړه كړې ده، مونږ د طورخم پولې پرانستې ساتلو پريكړه هم كړې دغسې چې د څيزونو ترسیل دوامداره وي، پاکستان به د امن لپاره خپل کردار ترسره كوي، د پاکستان اصلاحاتی ایجنډا تر هغه وخته مخ پھ وړاندې نه شي تللې تر څو چې سيمه كښې امن نه وي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل اولس مشر اشرف غنی د يو پلاوي سره پاکستان ته راغلې چې پكښې مهم وزيران هم هغه سره دي۔ د افغانستان اولس مشر د وزیر اعظم عمران خان سره يو په يو ملاقات هم كړې او د پلاويو په كچه هم خبرې شوي۔ ده ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې مونږ په دې سلا شوې يو چې د تير وخت په يو بل لګولې تورونه هيرولو سره مونږ مخ په وړاندې لاړ شوو ، اوس چې مونږ كومې مسئلې سره مخ يو هغه د امن او استحکام ده، ده ووئېل مونږ واضحه كړې چې امن د دواړو ضرورت دے، پاکستان به د امن لپاره خپل کردار ترسره كوي۔ خارجه وزير ووئيل د پاکستان اصلاحاتی ایجنډا تر هغه وخت مخ په وړاندې نه شي تللې تر څو چې سيمه كښې امن نه وي راغلې۔ ده ووئيل د ټرانزټ ټریډ پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ دغسې انسټی ټیوټ آف سټرټیجك سټډیز كښې چې كومې خبرې اترې شوي هغه هم مثبت وي۔ ده ووئېل د افغانستان اولس مشر به لاهور ته هم ځي او کاروباری کمیونټۍ سره به ملاقات كوي۔ده ووئيل زمونږ چې كومې خبرې شوي هغه ګټه وري دي۔خارجه وزير ووئيل د افغانستان طالبان خبرو اترو ته صلاح شوي ٬ د دوحه پراسسس ترمخه زلمے خلیل زاد سره ئې ناسته شوي، بايد اوس افغان قیادت د طالبانو سره ناسته وكړي، په دې لړ كښې چې څه ستونزې وي هغه تر ډيره حده كمې شوي۔ خارجه وزير ووئيل د افغانستان ګاز پائپ لائن منصوبه سپورټ کوو ځكه چې دا يواځې د پاکستان او افغانستان لپاره نه بلکه د ټولې سيمې لپاره مهمه ده۔ خارجه وزير ووئيل د افغان كډوالو په عزت سره خپل

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں