د مقدمو زر تر زره پرېكړو نه كولو په سبب خلق په زندانونو كښې پرته دي

image

اسلام آباد 19 جون (اے پی پی)چیف جسټس آصف سعید کھوسه د مقدمو د نه اوږدلو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي د مقدمو زر تر زره پرېكړو نه كولو په سبب خلق په زندانونو كښې پراته دي٬ د جرائمو خاتمې لپاره نظام ښه كوٶ٬ نن يوازې د عدليې لخوا ښه خبرې رامخې ته كېږي٬ ماډل كورټس د غورې كاركردګۍ څرګندونه كوي او د ماډل كورټس په ججانو وياړ لرو٬ اولس ته زر انصاف وركوي٬ ديواني او د كرايه دارۍ معاملو لپاره فېملي كورټس به هم جوړوٶ٬ ماشومانو لپاره د جوړو شوو عدالتونو ماحول به د كور غوندې وي۔ د شورو په ورځ فېډرل جوډيشل اكېډېمۍ كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د ماډل كورټس جوړولو نه وړاندې ما وئيلي وٶ چې ماته ازمري ججان راكړې ٬ په وړومبني ځل 116 ماډل كورټس جوړ كړې شوي وٶ او اوس 57 نور ماډل کورټس جور شوې۔ چيف جسټس د هېواد د صورتحال ذكر كولو سره ووئيل د يو ځاې نه هم ښه خبر نه راځي ٬ د معيشت په حقله خبرو اورېدو سره مايوسه كېږو او وائي چې معيشت په آئي سي يو كښې پروت دے كوم چې ښه خبر نه دے ٬ بلخوا چې پي ټي وي ته ګورو نو په پارلمان كښې ليډر آف د هاوس او د مخالفې ډلې مشر خبرو ته نه پرېښودلې كېږي ٬ ده ووئېل دغسې د لوبو مېدان څخه هم ښه خبر نه رامخې ته كېږي چې ورسره مايوسي نه راپېدا كېږي ٬ خو يوازې د عدليې څخه ښه خبرونه راځي ٬ مونږ د عدليه په كاركردګۍ ليدلو خوشحالېږو ځكه چې د ماډول كورټس جوړېدو سره د مقدمو پرېكړې په تندۍ سره كېېږي او بهتري راځي۔ چیف جسټس ووئيل ماډل کورټس كښې په 48 ورځو كښې د 5800 مقدمو پرېكړې شوې او دا ښه خبره ده چې پكښې لا بهتري راځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټولنه كښې د ماشومانو پحقله چا فكر نه دې كړې٬ د چا پلار چې په زندان كښې وي٬ د يو بندي كورنۍ سختو معاشي ستونزو سره مخ كېږي ٬ د دې له مخې به مونږ له د ټولو نه وړاندې پوځداري د عدل نظام ښه كووو او دې لپاره ماډل کورټس جوړ كړې شوې ٬ ده ووئېثل انشاء الله راتلوونكو مياشتو كښې به په نورو ضلعو كښې هم ماډل کورټس جوړوٶ۔ چیف جسټس ووئيل د روسيې دورې په مهال ما ته ووئيل شول چې په روسيه كښې د جنسي تېرو پحقله هم يو عدالت موجو دے نو په دې ما ووئيل چې په دې لړ كښې به پاكستان كښې 116 عدالتونه جوړوٶ٬ چرته چې به قاضيان او وكيلان تربيه كولې شي٬ ده ووئېل مونږ دا اراده لرو چې د هېواد په هره ضلع كښې به په دې لړ كښې عدالت جوړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں