آئي اېم اېف څخه د پور اخستو نه پس به د نړيوالو ادارو په پاكستان باور لا زيات شي

image

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان اکانومي واچ چئیرمېن برېګیډئیر محمد اسلم خان وئيلي دي آئي اېم اېف څخه د قرض اخستو په لا تاخير به د هېواد معيشت زيانمند شي٬ په سختو شرطونو د زهرو ګوټ تېرول مجبوري ده٬ آئي اېم اېف څخه پور ترلاسه كېدو نه پس به د نورو نړيوالو ادارو په پاكستان باور زيات شي۔ د جمعې په ورځ خپل جاري بيان كښې ده ووئيل ذخيزه كوٶنكي د اولس قوت خريد ختمول غواړي ٬ د منافع خورو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي٬ د رمضان پېكج اعلان خوشبينه دے خو دې لپاره دوه اربه روپۍ بېلول ډېرې نه دي٬ ده ووئېل يوټېلټي سټورز اولس ته د آسانيو جوګه كولو لپاره دې اته اربه روپۍ وركړې شي او ټولې صوبې دې ارزانه بازارونه ولګوي۔ ده ووئيل د سټاك اېكسچېنج په اوسني بحران كښې د بروكر مافيا لاس دے څوك چې اولس لوټ كولو لپاره مصنوعي بحرانونه راولاړوي ٬ كه دا بحران حقيقي وي نو اولس سره سره به بروكر مافيا ته هم زيان رسيږي ٬ ده ووئېل د سټاك ماركيټ د معاملې ته پلټنې دې وكړې شي او د نتيجو تر رامخې ته كېدو دې د ټولو بلېك شيپ نامې په اي سي اېل كښې واچولې شي دغسې چې ھغوي د هېواد نه اونه تخښتي

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں