وزيراعظم عمران خان د شېخ محمد بن راشد المكتوم په بلنه د عرب اماراتو په يوه ورځنۍ دوره روان شو۔ وزیراعظم به 7مې نړيوالې حكومتي غونډې ته خطاب كوي

image

اسلام آباد ۔10 فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د شېخ محمد بن راشد المكتوم په بلنه د عرب اماراتو په يوه ورځنۍ دوره روان شوې۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی ، د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ، د سمندري چارو وزير سید علی حېدر زېدی ، د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او د اصلاحاتو خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسین هم وزيراعظم سره دے۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري كړې شويو تفصيلاتو ترمخه وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال 7مې نړيوال حكومتي غونډې ته خطاب كوي او پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په موقعو په رڼا اچوي۔ وزیراعظم عمران خان به خپل خطاب كښې په حكومتي ترجيحاتو او وژن هم خبره كوي۔ دې به د متحده عرب امارات مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د سمندري چارو وزير علي حېدر زېدي او سمندرې پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري به هم د پلاويو په كچه كېدونكو ملاقاتونو كښې ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں