د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان د آذربائيجان سفير چنګيز كروبي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP20-30 ISLAMABAD: January 30 - Federal Minister for Petroleum Ghulam Sarwar Khan meeting with Ambassador of Azerbaijan in Pakistan at his office. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 30 جنوری(اے پی پی) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي چې د توان په څانګه كښې به د پاكستان او آذربائيجان شريكه وركنګ ډله جوړولې شي٬آذربائيجان پاكستان كښې د اېل اېن جي په سېكټر كښې د سرمايه كارۍ خوښي لري۔ د شورو په ورځ د آذربائيجان سفير چنګيز كروبي د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات پھ مهال د دواړو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو غور وشو۔ د آذربائيجان سفير په دې موقع وفاقي وزير په پاكستان كښې د آذربائيجان سټېټ آئل كمپني په پاكستان كښې د اېل اېن جي په سېكټر كښې سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرلو څخه هم خبر كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې فروري 2017 كښې په دواړو هېوادونو كښې د دوه اړخيزه حكومتي لوظ نامې ترمخه د تېل او ګاز څخه جوړېدونكو مصنوعاتو پشمول په نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته سلا راغلې وه دغسې په روانه مياشت كښې د آذربائجان خارجه وزير د پاكستان متوقع دورې په مهال په تجارتي لوظ نامو د لاس ليك امكان دے۔ وفاقي وزير د آذربائيجان سفير له باور وركړو چې د پیټروليم ډويژن ياده شوې لوظ نامه د كابينې او آئي سي سي څخه د منظورولو لپاره به بشپړه هڅې كولې شي۔ په دې موقع د آذربائيجان سفير د پېټروليم وفاقي وزير له په 29 مئي 2019 كيسپين آئل اينډ ګيس كنفرنس كښې د شموليت بلنه وركړې وه كومه چې هغه قبوله كړې

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں