د كاټېج انډسټريل اسټېټ آئيډيا ډېره ښه ده

image
APP21-28 LAHORE: January 28 - Federal Minister for Finance, Revenue & Economic Affairs, Asad Umar chairing a meeting at Federation of Pakistan Chamber of Commerce & Industry. APP

لاهور۔28 جنوری(اے پی پی )د خزانې ٬ ريونيو اېنډ اكنامك افيئرز وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د کاټېج انډسټریل اسټېټ آئیډیا ډېره ښه ده زه د دې وړاندېز وركوم۔ كوچني يونټس په روزګار پېدا كولو كښې مرسته كوي۔ په کاټېج انډسټریل اسټېټ منصوبه كښې دې صوبائي حكومت هم شامل كړې شي۔ سپېشل اکنامک زونز(اېس ای زی) ډېر ضروري دي كوم چې وړاندې نه موجود دي هغه به فعاله كول وي۔۔ اېس ای زی ته به ترجيح وركول وي۔ د ټېكس آډټ نظام بايد ښه كړې شي۔ آسان ټېکس ریټرن او سادہ ټېکس نظام معارفي كولو ته تر ټولو وړومبي پاملرنه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د فېډرېشن آف پاکستان چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری(اېف پی سی سی آئی)ریجنل آفس كښی د اېف پی سی سی آئی صدر انجینئر داور خان اچکزئی او ریجنل چیئرمین عبدالرؤف مختار په مشرۍ كښې د پنجاب کاروباری ورورولۍ سره خبرو كښې وكړه۔ دستوره كښې د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر او د اېف بی آر چیئرمېن محمد جهانزېب خان هم ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل فنانس بل كښې مېرمنو لپاره هم مراعات موجود دي۔ دا بل د كاروباري مېرمنو په شمول 51 فيصده ودانۍ ته آسانۍ وركولو له جوړ كړې شوې۔ ده ووئيل داسې ګامونه پورته كولې شي چې ورسره مېرمنو ته كاروبار او روزګار لپاره غوره اسانۍ ترلاسه وي۔ ده ووئيل د كاټېج انډسټريل اسټېټ آئيډيا ډېره ښه ده۔ فناس بل كښې مېرمنو لپاره مراعات موجود دي۔ ده ووئېل د برېښنا پخواني نظام ډي ريګولېټ كولو سره به نوې قانون وضعه كول وي۔ كاټن د پاكستان معيشت لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ ټول سټېك هولډرز اعتماد كښې اختسلو سره به تږلاره جوړولې شي۔ده ووئېل غنم دې وېلیو اېډډ آئټمز جوړولو سره اېكسپورټ كړې شي۔ په دې مهال د اېف پی سی سی آئی صدر انجینئرداور خان اچکزئی ووئيل په دصنعتونو دې جی ډی آئی سی ختم كړې شي او پخوانۍ مقدمې كومې چې په عدالتونو كښې دي هغه دې د اېف پي سي سي آئي مشاورت سره حل كړې شي۔ نوې ګرین فیلډ صنعتونو ته چې ټېكس كښې كومې آسانۍ وركولې شي هغه دې موجودو صنعتونو بي اېم آر ته هم وركړې شي او يواځې د سېل ټېكس ريفنډز دې جاري كړې شي۔ده ووئېل د ګرانو موبائلونو په درآمدات دې ډيوټي زياته كړې شي۔ ده ووئيل صنعتونو ته دې د ګاز كنكشنز وركړې شي۔ دستوره كښې د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر او د اېف بي آر چيئرمېن محمد جهانزېب خان هم ګډون وكړو۔ د سارک چېمبر سینئر دوهم صدر افتخار علی ملک، د اېف پی سی سی آئی دوهم صدر حاجی افتخار احمد ،پخواني صدر میاں ادریس، پخواني سينئر دوهم صدر عامر عطاء باجوہ، چوهدری محمد شفیق، میاں رحمان عزیز ، د پنجاب د ټرېډ چېمبرز ټولو صدرانو او د ټرېډ اېسوسی اېشنز چيئرمېنانو هم د خپل خپل سېكټر مسئلو حل له وړاندېزونه وركړل

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں