د ساهيوال په پېښه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرورت نشته

image

اسلام آباد 22 جنوری (اے پي پي) د پيپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي چې د ساهيوال په پېښه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرورت نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې د ايوان دواړې غاړې يو ډول دريځ لري٬ مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پېښې د ذمه وار ټاكنه وكړي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پېښه بحث كښې برخه اخستلو سره د ده ووئيل چې د ساهيوال په پېښه د جے ائي ټي راپور راتلونكې و او پرې دلته بحث كېدونكې و خو رانغلو۔ ده ووئيل چې په دې پېښه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرورت نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې د ايوان دواړې غاړې يو ډول دريځ لري۔ دې پېښې سره د امريت دور رايادېږي كوم خلق چې امن او امان راولي٬ هغوي د امن او امان ستونزه نه پېدا كوي۔ ده ووئيل چې څنګه دا خلق شهيدان كړے شول٬ داسې خو ترهګر هم نه وژل كېږي۔ په دې پېښه كښې صوبائي حكومت په مكمل توګه ككړ په نظر راځي۔ د دې پېښې نه پس څلورو وزيرانو پرېس كنفرنس كولو سره هغوي ترهګر او د داعش غړي وګرځول او د ګاډي نه ئې د وسلې ترلاسه كېدو خبره هم وكړه۔ آيا د پنځو نه تر ديارلس كلونو ماشومان ترهګر وو۔ كله داسې هم شوي دي چې څوك ترهګر ګرځولو سره ووژل شي او هغوي لپاره د دوه كروړه روپو وركولو اعلان وكړے شي۔ د اعلٰي وزير او وزيرانو دريځ يو نه دے۔ حكومت دې د ذمه وارې احساس وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پېښې د ذمه وارو ټاكنه وكړي

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں