د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن انجينئر عامر حسن سره د هنګري سفير اسټوان زابو ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د هنګري حكومت نندارتون لپاره په عارضي توګه پنجاب ميوزيم څخه د 10 پخوانو او ځانګړو پېنټنګز اخستو له خوښي ښكاره كړې ده۔ د شورؤ په ورځ د هنګري سفير اسټوان زابو د قومي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن انجينئر عامر حسن سره ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د هنګري سفير نندارتون له پنجاب ميوزيم څخه د 10 پخوانو او ځانګړو پېنټنګز په عارضي توګه اخستو له خپله خوښي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د هنګري حكومت به په دې لړ كښې پنجاب حكومت سره لوظنامه وكړي۔ د لوظنامې ترمخه د شهزادی بمبا د پېنټنګز به د هنګري پوهان لاهور او بډاپسټ كښې پېكنګ ٬ ټرانسپورټنګ او ان پېكنګ كوي۔ د پاكستان او هنګري ترمينځھ وړاندې هم په دې لړ كښې د مرستې لوظنامه كال 1974ء كښې شوې وه۔ ملاقات كښې د ادب او ورثې په مېدان كښې د لا موقعو په لټولو او د مرستې په زياتولو صلا راغلې ده

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں