په پارليمان كښې د مخالفې ډلې ګوندونو په هره معامله يوې تږ لارې لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان وكړو

image

اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) په پارليمان كښې د مخالفې ډلې ګوندونو په هره معامله شريكې حكمت عملۍ لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان كړې او وئېلې يې دي ميثاق جمهوريت به قوي كولې شي٬په انساني حقونو او د مېډيا د آزادۍ تحفظ لپاره به يوځاې مخ په وړاندې ځوو۔دا خبرې د نهې پھ ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې د مخالفې ډلې مشرانو د غونډې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړې په غونډه كښې آصف علي زرداري٬بلاول بهټو٬شيري رحمان٬نويد قمر٬ډاكټر سعيد الرحمان٬امير حېدر هوتي٬رانا ثناﺀالله٬سعد رفيق٬ اياز صادق٬رانا تنوير٬احسن اقبال او نورو ګډون وكړو۔په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ميا شهباز شريف ووئيل د اپوزېشن ګوندونو په دې غونډه كښې شريكې حكمت عملۍ لپاره يوه كمېټي جوړه كړې شوې كومه به چې هر اړخيزه جاج اخلي٬اتفاق به پیدا كوي٬په كمېټۍ كښې به د اپوزېشن ټول ګوندونه نمائندګي لري۔ده ووئيل د صحافت په آزادۍ به هېڅ قدغن ونه زغملې شي٬د اپوزېشن ګوندونو پريكړه كړې چې د صحافت آزادۍ لپاره به بشپړه هڅې كولې شي۔په دې موقع بلاول بهټو ووئيل تر څو د انسانانو د معاشي حقونو٬بشري حقونو او د جمهوري حقونو خبره ده نو اپوزېشن به د دې تحفظ لپاره په ګډه مقابله كوي٬زه ګڼم چې اپوزېشن نن ډېره ښه پريكړه كړې٬د يوې شريكې كمېټۍ چوړولو پريكړه د پارليمان او جمهوريت بقاﺀ لپاره د ستائنې وړ ده۔ ده ووئېل اپوزېشن به په پارليمان كښې دننه او بهر يو وي۔په دې موقع د مولانا فضل الرحمان زوي ډاكټر سعد الرحمان ووئيل متحده مجلس عمل اپوزېشن په يو پيلټ فارم د جمع كولو هڅه كړې وه او نن تعبير ترلاسه شوې٬اپوزېشن يوځاې شوې٬د اپوزېشن په نننۍ غونډه كښې اعتماد او جذبه تر نظره شوې٬ټولو ګوندونو هغه خبرې كړې كومې چې د پاكستان اولس ليدل او اورېدل غواړي ۔ده ووئيل د آصف علي زرداري او د اپوزېشن ليډر د ګوند د خلكو پشمول د نورو ګوندونو نمائندګۍ سره زمونږ ډاډګيرنه شوې۔په دې موقع د اے اېن پي امير حېدر خان هوتي ووئيل د اپوزېشن ګوندونو نننۍ غونډه كښې مهم پرمختګ شوې٬د هېواد په ستونزو به اپوزېشن يو وي٬د كمېټۍ جوړولو پريكړه د ستائنې وړ ده۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں