د سېنېټ چيئرمېن محمد سنجراني سره د بلوچستان سپيكر عبد القدوس بزنجو وليدل

image
APP48-10 ISLAMABAD: January 10 - Chairman Senate, Muhammad Sadiq Sanjrani, Speaker of the Provincial Assembly of Balochistan, Mir Abdul Quddus Bizenjo, Leader of the House in the Senate, Senator Syed Shibli Faraz and other senators exchanging views at Parliament House. APP

اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد سنجراني سره د بلوچستان سپيكر عبد القدوس بزنجو ملاقات وكړو او ده سره ئې د اداره جاتي مرستې په شمول په مهمو سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ ټول عمري د صوبو په فعاله ډول نمائندګي كړې ده او د صوبو ترمينځھ رابطه كارۍ له ئې ګامونه پورته كړې دي۔ ده ووئيل د صوبو او وفاق ترمينځھ د رابطه كارۍ لا فعاله جوړولو ته اړتيا ده په دې لړ كښې به ايوان خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل صوبائی خودمختارۍ سره د اړوندو چارو اهميت سېنېټ كښې لا زيات شوې دې او اوس وخت راغلې دې چې روايتي سوچ ترك كولو سره پرمختيائي عمل مخ په وړاندې روان كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ كښې د بلوچستان په اړه تل مثبت بحث رامخې ته شوې دې۔ وفاقی حکومت ټول عمري د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ ته اهميت وركړې دې ولې چې د پاكستان د پرمختګ دروازه د بلوچستان پلو پرانستلې شي۔ ده ووئيل سياسي مشرتابه له به سوچ سره پرېكړې كول وي دغسې چې هغو قوتونو ته ماتې وركړې شي كومې چې د پرمختګ په لاره كښې خنډان ودرول غواړي۔ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالقدوس بزنجو دسېنېټ چیئرمېن خيالاتو سره اتفاق كولو سره ووئيل د سېنېټ او بلوچستان صوبائي اسمبلۍ ترمينځه اداره جاتي مرسته به لا ښه كولې شي دغسې چې د رابطه کارۍ عمل تندولو سره د پرمختګ عمل لا پياوړې كړې شي۔ ملاقات كښې سېنېټ كښې د ايوان مشر سناتور شبلي فراز سره سره سناتور احمد خان او سجاد حسېن طوري هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں