د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ كرونده ګرو سره مرسته كولو لپاره د 100 زره مېټرك ټنه يوريا سرې درآمد كولو او په هره بورۍ د 960 روپو سبسډي وركولو پرېكړه

image
APP25-10 ISLAMABAD: September 10 - Federal Minister for Finance, Revenue and Economic Affairs Asad Umar chairing a meeting of the Economic Coordination Committee of the Cabinet at Cabinet Division. APP

اسلام آباد ۔ 10ستمبر (اے پی پی) د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي)كرونده ګرو سره مرسته كولو لپاره د 100 زره مېټرك ټنه يوريا سرې درآمد كولو او په هره بورۍ د 960 روپو سبسډي وركولو پرېكړه كړې ده۔ د ګاز بيعې په اړه پرېكړه ځنډولې شوې ده۔ د اېل پي جي ګاز سلنډر بيعه د معمول ترمخې كولو لپاره صوبائي حكومتونو سره د تماس نيولو سپارښتنه شوې ده۔ په دې اړه به حكومت باقاعده نظام وضعه كوي۔ د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اي سي سي غونډې په اړه بريفنګ كښې ووئيل د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه كښې مهمې پرېكړې شوي ۔ د معيشت مجموعي صورتحال ٬ د برېښنا او ګاز چارې به د خزانې وزير اسد عمر پارلمان ته وړاندې كوي۔ ده ووئيل دا مهال چې د قامي خزانې كوم صورتحال دے د دغې باوجود د وزيراعظم عمران خان په هدايت اي سي سي دا پرېكړه كړې چې د يوريا سرې اضافي بوج دې كرونده ګرو ته منتقل نه كړې شي۔ ده ووئيل اي سي سي كښې د ګاز د نرخونو د تعين معاملې هم جاج اخستلې شوې۔ ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې كله حكومت جوړ شو نو دغه مهال د ګاز څانګې د يوې روپۍ خساره هم نه لرله ولې 5 كلونو كښې دا خساره 156 اربه روپو ته ورسېدله كومه چې زياتره د ګاز غلا سبب دے۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې 40 فيصده خلق د پائپ لائنونو د لارې ګاز كاروي۔ باقي پاتې خلق د اېل پي جي سلنډر ګاز كاروي۔ ده ووئېل د سلنډر بيعه په څو اوونو كښې 70 فيصده زياته شوې۔ اي سي سي وفاقي حكومت ته ووئيل هغه صوبو ته هدايت وكړي چې د ګاز سلېنډر په بيعه كښې په زياتوالي كرېك ډاؤن كولو سره نرخونه د معمول ترمخه راولي۔ په دې اړه به حكومت باقاعده نظام هم وضعه كړي۔ وفاقې وزير ووئيل د عمران خان بنيادي وژن هم دا دے چې بې وزله خلقو له تكليف ورنكړې شي۔ د وزيراعظم وژن ترمخه اي سي سي دا پرېكړه كړې چې د سبسډي نظام وضعه كړې شي او دغې كښې بدلون وكړې شي۔ ده ووئيل د سبسډي په نظام به لا بحث كولې شي او حتمي پرېكړه به وزيراعظم عمران خان كوي۔۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں