وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك د اختر په موقع په وزيراعظم هاؤس كښې سفارتكارو او اعلي سركاري چارواكو سره ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصر الملك د وړوكي اختر په موقع د وزيراعظم هاؤس دروازې پرانستې وې او ملاقات لپاره راتلونكو سفارتكارو٬ سركاري چارواكو او مېلمنو سره ئې ملاقات وكړو او ورسره ئې د اختر مباركي وكړه۔ خارجه وزير عبدالله حسېن هارون٬ د جوائنټ چيفس اف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات٬ د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي او د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل مجاهد انور خان هم وزيراعظم سره ملاقات وكړو او ورسره ئې د اختر مباركي وكړه۔

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں