مونږ له خپله قامي بيانيه سمول دي٬په دې لړ كښې د پوهنتونونو كردار مهم دے٬پوهنتونونه يوازې د ډګريو ويشلو لپاره نه دي پكار

image
APP60-03 ISLAMABAD: May 03 - Interior Minister Professor Ahsan Iqbal unveiling the plaque at the ground breaking ceremony of New Campus of Pakistan Institute of Development and Economics (PIDE). APP

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي مونږ له خپله قامي بيانيه سمول دي٬په دې لړ كښې د پوهنتونونو كردار مهم دې٬پوهنتونونه يوازې د ډګرو ويشلو لپاره نه دي پكار٬پائيډ پاكستان كښې په اقتصادي چارو كښې د تهنك ټينك حېثيت لري٬د پائيډ د استاذانو او زده كوونكو فرض دي چې هغوي اداره د لا علم مركز جوړه كړي۔ده د زيارت په ورځ د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اينډ اكنامكس د نوي كېمپس د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل د كومې هم ادارې روح د روايتو نه جوړېږي۔ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو نه زيات فنډ تعليم لپاره بېل كړی شوې٬مونږ له خپله قامي بيانيه سمول دي ا و په دې لړ كښې پوهنتونونه مهم كردار لري۔ده ووئيل هغه هېواد به پرمختګ كوي چرته چې د دولت زياتېدو موقعې وي او د دولت د افزائش بنياد په شرح نمو دې۔د دغې نه پس د دولت منصفانه وېش ډېر مهم دے٬ ده ووئېل مونږ انفراسټركچر له اهميت وركړی دغسې چې د هېواد پسمانده سيمې نورو سره پيوست شي۔ده ووئيل ميرپور٬مظفرآباد مانسهره سړك په سي پېك كښې شامل كړې شوې دغسې چې د شمالي سيمو پسمانده سيمې ترې ګټه پورته كړي۔ده ووئيل د 2013 نه تر 2018 پنځه كاله شرح نمو پنځه فيصده وه ٬ په څلورو كلونو كښې 11 زره مېګاواټ برېښنا زياته كړې شوې٬ د تېر كال 2800 مېګاواټ برېښنا زياته كارولې كېږي۔ده ووئيل د پائيډ مقصد تحقيق كول دي كوم چې د پاكستان پرمختګ له لارښودنه وكړي دغسې چې مونږ خپل وسائل په سم لوري كارول باوري كړو۔داحسن قبال ووئيل زمونږ د كورني تضادات په وجه تر 70 كالو سياسي استحكام رانغلو ٬سوئېلي كوريا د 200 ملينه ډالره نه 600 اربه ډالره ايكسپورټ ته ورسېد او زمونږ ايكسپورټ 24 اربه ډالره دے۔(

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں