كه د هند لخوا په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د ډزبندۍ او بلااشتعاله خلاف ورزۍ بندې نشوې نو تاؤ تريخوالي به تر خطرناكه حده زيات شي

image
APP59-10 BOAO: April 10 - United Nations Secretary General, Antonio Guterres meeting with Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi on the sidelines of BOAO Forum for Asia. APP

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كه د هند لخوا په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د ډزبندۍ او بلااشتعال خلاف ورزۍ بندې نه شوې نو تاؤ تريخوالي به تر خطرناكه حده زيات شي٬د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرو عناصرو په خاتمه كښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬بايد نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د لويو قربانو اعتراف وكړي۔ده دا خبرې په چين كښې د باؤ فورم په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګويترس سره ملاقات كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل د هند لخوا د ډزبندۍ د خلاف ورزو په نتيجه كښې تاؤ تريخوالې زيات شوې او له امله يې د بې ګناه وګړو د شهادت پیښې رامينځ ته كېږي۔وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې په ورانېدونكې صورتحال او د هند د قابضو ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميريانو په عامه وژنه اندېښنه وښودله۔وزيراعظم پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د چره ايزو ټوپكو په كارولو هم اندېښنه وښودله او وې وئېل پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلې سوله ايز حل غواړي۔ده ووئيل بايد ملګري ملتونه پھ مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او ستم په ډاګه كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد د پاكستان د عزم پخلي سره وزيراعظم ووئيل پاكستان په دې لړ كښې زيرو ټالرنس پالېسي خپله كړې۔وزيراعظم د روهنګيا مسلمانانو په حالت هم اندېښنه وښودله۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ترهه ګر مخ نيوي٬د افغان كډوالو سره د انساني همدردۍ په بنياد مرسته او د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د پاكستان د كردار اعتراف وكړو۔عمومي سېكتر ووئيل هغه د كشمير په مسئله د مذاكراتو ملاتړ كوي۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں