پاك پوځ به د ترهه ګرو٬انتها خوښو او جرائم پيشه مافياز په ضد ضروري او قانون كاروائي كولو كښې د حكومت٬انتظاميه او د قانون نافذ كوونكو ادارو مرسته كوي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير

image

پېنډي 03 ستمبر(اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير وئېلي دي پاك پوځ به د ترهه ګرو٬انتها خوښو او جرائم پيشه مافياز په ضد ضروري او قانوني كاروائي كولو كښې د حكومت٬انتظاميه او قانون نافذ كوونكو ادارو مرسته كوي۔د آئي اېس پي آر له مخې ده د نهې په ورځ د كور كمانډر كنفرنس ته خطاب كولو۔كور كمانډر كنفرنس په هېواد كښې په خاص توګه او بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د هېواد دښمنه قوتونو٬منفي او تخريبي عناصرو او د پاكستان مخالفو په هېواد كښې دننه او بهرنو سهولت كارو هلو ځلو او د هغې مخنيوي له په اقدامات هم غور وكړو٬فورم د دې خبرې پخلے وكړو جې د پاك پوځ د اولس په غېر متزلزل ملاتړ كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره وركړې قربانۍ به بے ځايه نه ځي٬پوځ يوه منظمه اداره ده د كومې چې هر يو كس پيشه وره پوهه لري۔كنفرنس كښې ګډون كوونكو د شهيدانو بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔فورم د پاكستان امن او استحكام لپاره د پاك پوځ شهيدانو٬نورو قانون نافذ كوونكو ادارو او پاكستانو وګړو په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې ځانګړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔فورم ته د سيمې په صورتحال٬قامي سلامتيا ته به پېښو چېلنجونو او زياتو شوو خطرو په ځواب كښې د آپرېشنل تګلاري په اړه بريفنګ وركړے شو ۔فورم كښې ګډون كوونكو ووئيل پاك پوځ په غېر متزلزل عزم سره د يو قوي احتساب د خپلو اقدارو پاسداري كوي چې پكښې د څه ډول جانبدارۍ او استثناء ګنجائش نشته٬پوځ كښې په كلك احتسابي نظام عملدرآمد د ادارې استحكام لپاره لازمي دے او كوم هم كس د دې عمل څخه مستثنیٰ كېدې نشې٬يو قوي او كوټلې قانوني نظام په اهميت رڼا اچولو سره فورم د ترهه ګرو نيټ وركس غېر قانوني هلو ځلو په ضد به روانو هڅو هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔فورم د سختو سائبر سکیورټي اقدامات د لارې قومي سائبر سپيس په تحفظ زور راوړو۔فورم د هند په قبضه كښې مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د كشميريانو سره د يووالي څرګندونې كولو سره د آزادۍ تحريك شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔فورم د اسرائيل لخوا په بې ګناه فلسطينيانو د روان بربريت او نسل كشۍ هم په سختو ټكو غندنه وكړه۔دغسې فورم د پاك پوځ په آپرېشنل تيارو د باور او پيشه وره مهارت ترلاسه كولو كښې د اعلٰی معيار برقرار ساتلو له عزم پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں