اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان 7 سيمه ايزو هېوادونو ته برآمدات كښې د جولائي په مهال په كلنه بنياد 25.59 فيصد زياتوالے راغلے۔سټيټ بينك او د پاكستان د شماريات بيورو له مخې افغانستان ، چين ، بنګله دېش ، سري لنكا ، هند ، نيپال او مالديپ ته د جولائي په مهال د پاكستان د برآمدات حجم 339.880 ميليونه ډالره ريكارډ شوے كوم چې د هېواد د مجموعي برآمدات 2390.595 ميليونه ډالره 14.21 فيصده دے۔نورو ګاونډيانو هېوادونو په مقابل كښې چين د پاكستان برآمدات په اړه سرفهرست دے۔جولائي كښې چين ته د پاكستان د برآمدات حجم 160.10ميليونه ډالره ريكارډ شوے كوم چې د تير كال جولائي په مهال 153.74ميليونه ډالره څخه زيات دے، جولائي كښې افغانستان ته د برآمدات حجم 88.065 ميليونه ډالره ريكارډ شوے۔شميري له مخې جولائي كښې بنګله دېش ته برآمدات كښې په كلنه بنياد 8.65 فيصد اضافه شوې، جولائي كښې بنګله دېش ته برآمدات څخه هېواد ته 57.86 ميليونه ډالره زرمبادله ترلاسه شوې كومه چې تير كال جولائي كښې 53.25 ميليونه ډالره وه۔دغسې سري لنكا ته د برآمدات حجم 32.71ميليونه ډالره ريكارډ شوے كوم چې د تير كال جولائي 20.46 ميليونه ډالره په مقابل كښې 59.86فيصد زيات دے۔جولائي كښې نيپال ته د پاكستان برآمدات حجم 0.21 ميليونه ډالره ريكارډ شوے كوم چې تير كال جولائي كښې 0.15ميليونه ډالره ؤ۔ مالديپ ته برآمدات 15.51 فيصده زياوالي سره د تير كال جولائي په مهال 0.793 ميليونه ډالره څخه په زياتيدو سره سږ كال 0.916 ميليونه ډالره ته رسيدلې دي۔