پاكستان د قانون احترام كوؤنكے ٬ امن خوښونكې هېواد دے٬ټولو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا او مرستې په بنياد اړيكې غواړو۔د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كابينې غونډې ته وينا

image

اسلام آباد۔19جنوری (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې پاكستان د قانون احترام كوؤنكے او امن خوښونكے هېواد دے٬ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا او مرستې په بنياد اړيكې غواړو٬د پاكستان او ايران په ګټه كښې دي چې هغه د خپلو هغه اړيكو بحالولو له اقدامات وكړي٬ كوم چې د جنورۍ 16مې نېټې څخه وړاندې وو۔پاكستان به د ايران لخوا د ټولو مثبت ګامونو هركلے كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقي كابينې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې خارجه وزارت٬نګران وفاقي كابينه٬د جنورۍ په 16مه نېټه په پاكستان كښې د ايراني بريد په نتيجه كښې رامخې ته شوي صورتحال څخه خبر كړه ۔د وفاقي كابينې په غونډه كښې د بريد تفصيلاتو سره سره د پاكستان د ردعمل هم جاج واخستې شو۔كابينې د پاك پوځ د پېشه ورې پوهې ستائنه وكړه كوم چې د پاكستان د خپلواكۍ د خلاف ورزۍ ځواب وركړو او په دې لړ كښې يې ټولې حكومتي مشينرۍ سره په ګډه كار وكړو۔وفاقي كابينې ته په خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د قانون خيال ساتونكې او امن خوښونكې هېواد دے٬ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا او مرستې په بنياد اړيكې غواړو۔ده ووئيل پاكستان او ايران دوه وروڼه هېوادونه دي او د دوي ترمينځه په تاريخي توګه په ورورولۍ او مرسته اډانه اړيكې دي۔په كومو كښې چې احترام او مينه ده۔ده ووئيل دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې هغوي د هغه اړيكو بحال كولو له ګامونه پورته كړي كومې چې د جنورۍ 16مې نيټې څخه وړاندې وې۔وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې به پاكستان د ايران لخوا د ټولو مثبتو ګامونو هركلے كوي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں