الیکشن کمېشن د مخصوص چوكو لپاره الیکشن شیډول كښې بدلون وكړو

image

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) الیکشن کمېشن د مخصوص چوكو لپاره الیکشن شیډول كښې بدلون كړې دې۔ قامی او صوبائی اسمبلو كښې د ميرمنو او اقلیتونو مخصوص چوكو لپاره الیکشن پروګرام كښې بدلون شوې۔د جمعې په ورځ د الیکشن کمېشن د اړخه جاري شوې نوټیفکیشن له مخې مخصوص چوكو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جانچ پړتال به تر 13 جنوری كولې شي۔ریټرننګ افسرانو د پريكړو په ضد اپیل به تر 16 جنوری دائر کولې شي۔ایپلیټ ټربیونل به تر 19 جنوری اپیلونه ترسره كوي، مخصوص چوكو لپاره د كانديدانو حتمی فهرست به په 23 جنوری لګولې شي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں