افغانستان بايد يوازې پرې نه ښودلے شي۔ مونږ له به افغان اولس سره ودرېدل وي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كيوبا خبر رسنې ادارې پرسينا ليټينا سره خبرې

image

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي افغانستان بايد يوازې پرې نه ښودلے شي ٬ مونږ له به افغان اولس سره ودرېدل وي۔ د نړۍ اجتماعي هڅو سره مونږ افغانستان كښې امن راوستلے شؤ كوم چې د نړۍ امن او افغانستان كښې انتظامې ساخت لپاره ضروري دے۔ دا خبره هغه د کیوبا خبر رسنې ادارې پرسينا لېټينا سره خبرو كښې وكړه۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل نن نائن الېون دے د يوې ناوړه پېښې د تلېن ورځ ده ٬ يوه پېښه كومه چې نيويارك كښې رامخې ته شوه ٬ په نړيوال تجارتي مركز بريد پیښه۔ هغه ووئيل د افغانستان شخړه شل كاله پخوانۍ نه ده٬ څلوېښت كاله پخوانۍ ده۔ په كال 1979 كښې كله چې روسيا په كابل د بريد كولو پرېكړه وكړه نو دا دا يو تصادم ؤ ٬ چې ورسره دې منطقه كښې شخړه رامخې ته شوه۔ په 1988 كښې دا جنګ ختم شو خو د بده مرغه كله چې مغرب له د افغانستان مستحكمولو كښې مرسته پكار وه هغوي په شا شول او پاكستان يوازې د افغان اولس خيال ساتلو ته پرېښودلے شو۔ وفاقي وزير ووئيل سره د ناوړه معيشت مونږ د پنځوس لكه افغان كډوالو په پاكستان كښې كوربتوب وكړو او په ځائې د دې چې د پاكستان مرسته شوې وې ٬ په پاكستان د پرېسلر بدلون د لارې اقتصادي بندېزونه ولګولې شؤ۔ هغه ووئيل مونږ هر هغه څه افغانستان له وكړل چې څه مو كولې شؤ٬ په دغه دور كښې يوازې پاكستان ٬ سعودي عربستان او عرب امارات وو چا چې د افغانستان مرسته كوله۔ هغه ووئيل د بده مرغه نړۍ افغان اولس پرېښود چې په نتيجه كښی ئې افغانستان تباهۍ سره مخ شو او افغانستان نړۍ كښې د پخوانو ترهګر تنظيمونو مركز جوړ شو۔ هغه ووئيل دې ټولې وضعې د نائن الېون پېښې رامخې ته كېدو لاره هواره كړه۔ وفاقي وزير ووئيل د نائن الېون نه پس يو وارې بيا امريكې د بدل اخستو پرېكړه وكړه ٬ بشپړ عسكري عمليات وكړې شؤ ٬ پاكستان نړۍ سره ودرېد او دا د ملګرو ملتونو لخوا امر ؤ چې مونږ نړۍ سره ودرېږو ٬ مونږ دا جنګ وكړو٬ دا جنګ زمونږ جنګ نه ؤ ٬ مونږ د نړۍ جنګ وكړو۔ هغه ووئيل دې جنګ افغان اولس يو وارې بيا تباھۍ سره مخ كړو۔ وفاقي وزير ووئيل په كال 2007 ٬ 2011 ٬ 2015 او 2019 په دې ټولو كلونو كښې پاكستان دا خبره كوله چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري او مونږ له به د افغانستان سياسي حل لپاره كار كول وي ۔ هغه په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د بده مرغه د پاكستان نصحيت ته پام ونه ګرځولے شو ٬ د پاكستان په نصيحت عمل ونكړے شو او يو وارې بيا مونږ له د افغانستان اولس خيال ساتل دي۔ هغه ووئيل حالات خراب دي ٬ سياسي صورتحال غېر يقيني دے۔ او مونږ دا محسوسوؤ چې يو وارې بيا زمونږ نصيحت نړۍ ته دا دے راځې چې افغانستان يوازې پرې نه ږدو ٬ د نړۍ ترهګر تنظيمونو ته افغانستان كښې د پناه اخستو اجازه ورنكړؤ۔ هغه ووئيل مونږ له به د افغانستان مرسته كول وي٬ مونږ له به افغان اولس سره ودرېدل وي ٬
مېړنو سړو او مېرمنو سره كومو چې له ډېرې مودې څخه قربانۍ وركړې دي۔ هغه ووئيل هم دا وخت نړۍ له انسانيت لپاره د خپل عزم څرګندولو دے۔ هغه هيله ولرله چې په افغانستان كښې پورته شوي اوسني ګامونه دا څرګندوي چې افغانستان كښې استحكام امكان لري۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د سوؤنو او زرګونو په شمېر خلكو كابل څخه ويستلو له مرسته وكړه ٬ دغه خلكو بېلو ادارو سره كار كولو او دوئي كابل كښې ګېر شوې وو ٬ مونږ د هغوي بهر ويستلو لپاره مرسته وكړه۔ هغه ووئيل پي آئي اے د زرګونو په شمېر خلك بهر وويستل وفاقي وزير ووئيل مونږ د نړيوالې ميډيا هم مرسته وكړه ٬ نه يوازې دا چې هغه مو كابل څخه ويستله بلكه كابل ته سفر كولو كښې مو هم د هغې مرسته كړې۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ پالېسي دا ده چې افغان چارواكو سره كار وكړؤ٬ مونږ د افغانستان نارينه ٬ مېرمنې او كوچنيان يوازې پرېښودل نه غواړؤ او هيله لرؤ چې د نړۍ مجموعي هڅو سره سره مونږ افغانستان كښې استحكام راوستلے شؤ كوم چې د نړۍ امن له مهم دے ٬ او د افغانستان په زړه پورې انتظامي ساخت لپاره هم مهم دے۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں