پنجاب كښې موثره انتظاميې اقدامات وكړئ٬امن برقرار ساتلو٬قبضه ګرو او د كرپټ عناصرو په ضد سخت قانوني ګامونه پورته كړئ۔د وزيراعظم عمران خان د پنجاب نوي چيف سېكرټري او آئي جي ته سپارښتنه

image

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د پنجاب نوي چيف سېكرټري او پوليس آئي جي ته د ضروري څيزونو بيعه كنټرول كولو لپاره د موثره انتظامي اقداماتو٬ د امن او امان برقرار ساتلو٬د قبضه ګرو او كرپټ عناصرو په ضد د سختو قانوني ګامونو پورته كولو سپارښتنه كړې۔ده دا سپارښتنه د نهې په ورځ د پنجاب نوي چيف سېكرټري كامران علي افضل او آئي جي راؤ سردار علي خان سره په خبرو كښې وكړه۔د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار او آئي جي راؤ سردار علي خان د وېډيو لنك د لارې ملاقات كښې ګډون كولو۔په ملاقات كښې په پنجاب صوبه كښې د انتظامي چارو او د امن او امان په صورتحال خبرې اترې وشوې۔وزيراعظم چيف سېكرټري ته د ضروري څيزونو بيعې كنټرول كولو لپاره د موثره انتظامي اقداماتو باوري كولو او د پنجاب آئي جي ته امن لپاره د قبضه ګرو او كرپټ عناصرو په ضد د سختو قانوني ګامونو پورته كولو سپارښتنه كړې

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں