د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب شريك خبري كنفرنس

image

اسلام آباد 03ستمبر(اے پی پی)د پاكستان او برتانيې خارجه وزيران دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته صلاح شوي ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې د كوټلي حكومتې نظام مرستيال يو٬په افغانستان كښې د كومې خاص ډلې مرسته نه كوو٬په افغانستان كښې په اولسي مرسته جوړېدونكي حكومت سره به مرسته كولې شي۔په كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو برتانيه غلې نه شي پاتې كېدې٬ دغسې د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب ووئيل سيمه كښې د پاكستان كردار مهم دے٬په افغانستان كښې امن او استحكام له خوښي لرو٬هيله لرو چې طالبان به په افغانستان كښې امن او استحكام راولي۔د افغانستان به د بشري خواخوږۍ په بنياد مرسته روانه ساتو۔د جمعې په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب ترمينځه د ملاقات نه پس شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان په اړه ټولې اندازې غلطې ثابت شوي٬زما په 16 اګست او 27 اګست د برتانيې خارجه وزير سره رابطه شوې وه٬د برتانيې خارجه وزير ته پاكستان ته په راتګ هركلے وائيم۔ده ووئيل د برتانيې خارجه وزير سره د افغانستان صورتحال پشمول په دوه اړخيزه اړيكو خبرې شوي٬كه افغانستان يوازې پرښودلے شو نو د كورنۍ جګړې پشان د سختو بحرانونو خطر شته ۔ده ووئيل په افغانستان كښې د كوټلي نظام حكومت مرسته كوو٬په افغانستان كښې د كومې خاص ډلې مرسته نه كوو۔ده ووئېل په افغانستان كښې په اولسي مرسته د جوړېدونكي حكومت سره به مرسته كوو۔ د پاكستان او افغانستان ترمينځه په اړيكو پوهېدو ته اړتيا ده٬ده د برتانيې خارجه وزير ته ووئيل د افغانستان په معامله څنګه مخ په وړاندې تللے شو۔برتانيه او پاكستان خواهش لري چې افغانستان كښې امن او استحكام وي۔ده د فيټف په معامله د پاكستان د مثبت اقداماتو څخه هم د برتانيې خارجه وزير خبر كړو او د برتانيې خارجه وزير ته يې په فيټف د پاكستانو اقداماتو مرستې كولو لپاره ووئيل۔ده ووئيل د برتانيې خارجه وزير سره د كشمير په چارو هم خبرې شوي۔د برتانيې خارجه وزير ووئيل د كشمير په معامله واضحه موقف لرو۔ده ووئيل د بشري حقونو په خلاف ورزۍ برتانيه غلې نشي پاتې كېدې٬د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب ووئيل د شاه محمود قرېشي سره ګټورې خبرې شوي٬د پاكستان سره اړيكې لا مستحكمول غواړو۔د افغانستان څخه د برتانيې وګړو په اويستلو كښې په مرسته كولو د پاكستان مننه كوو۔د افغانستان ګاونديانو هېوادونو له انساني ژوند بچ كولو لپاره به 30 ملين پاؤنډ وركولې شي۔ده ووئيل په سيمه كښې د پاكستان كردار مهم دے۔د افغانانو سباؤن په اړه يو ډول خيالات لرو٬د افغانستان د بشري همدردۍ په بنياد به مرسته روانه ساتلې شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو او هيله لرو چې طالبان به په افغانستان كښې امن او استحكام راولي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ روانه ده٬په افغانستان كښې طالبانو ځينې مثبت اقدامات كړي۔ ده ووئېل مونږ نيغ په نيغه طالبانو ته فنډنګ نه كوو٬د افغانستان اولس لپاره د بشري همدردۍ تنظيمونو د لارې به مرسته كولې شي۔د امدادي ايجنسو د لارې د افغانانو مرستې لپاره ښه چاپېريال ته اړتيا ده۔ده ووئيل په افغانستان كښې د طالبانو تندۍ سره پېش قدمي د ټولو لپاره د خيرانتيا وړ وه٬په نړۍ كښې چا هم تصور نه كولو چې حالات به دومره په تندۍ سره بدل شي۔ده ووئيل مونږ به نن د اضافي مرستې وړومبے قسط جاري كړو او 30 ملين پاؤنډز به په دارګانو خرڅ كولې شي

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں