وزيراعظم عمران خان د کشميري لارښود سيد علي ګېلاني په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه٬ په سركاري كچ د غم اعلان

image

اسلام آباد 02ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د کشميري حريت پسند لارښود سيد علي ګېلاني په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره په سركاري كچه د غم اعلان كړے، د ارواښاد په مرګ به د پاكستان بېرغ (نن) د نهې په ورځ ټيټ ساتلے شي، د زيارت په شپه خپل د غمرازۍ ټويټ پېغام كښې وزيراعظم عمران خانوئېلې دي د سيد علي ګېلاني په مړينه غمژن يم٬ ارواښاد ټول عمر د خپلو خلقو او د خپلواكۍ حق لپاره ستړې او د قابض هندي پوځ د قېد و بند تكليفونه برداشت كړي٬ هغه يو عزم لرونكے شخصيت ٶ ، مونږ ئې په پاكستان كښې مړانه او هڅو ته سلام وړاندې كوٶ٬ مونږ ته د حق رسېدلي دا خبره ياده ده چې “مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے” وزيراعظم اعلان كړو چې د سيد علي ګېلاني په مرګ به د پاكستان بېرغ په دې غم ټيټ ساتلے شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں