چې افغان جنګ ختم شو نو ډاکټر عافيه صديقي دې هم راخوشې كړې شي٬ خارجه وزارت په ډاکټر عافيه صديقي په ترسره شوي بريد احتجاج كړے ۔ حافظ طاهر محمود اشرفي

image
APP54-010921 ISLAMABAD: September 01 - Special Representative to Prime Minister on Interfaith Harmony and Middle East and Chairman Pakistan Ulema Council Muhammad Tahir Mehmood Ashrafi chairing Ulema Mashaikh Convention. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي او د پاکستان علماءکونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي خارجه وزارت په ډاکټر عافيه صديقي په ترسره شوي بريد احتجاج كړے ٬ چې افغان جنګ ختم شو نو ډاکټر عافيه صديقي دې هم راخوشې كړې شياو په موجوده حالاتو كښې افغانستان يوازې نشي پرېښودے كېدے ٬ هند نړيوالو ترهګرو تنظيمونو سره په ګډه په منطقه كښې اړي ګړي لپاره هلې ځلې كوي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان سلامتيا او استحكام لپاره په قامي او نړيوال صورتحال د علماء او مشائخ کنونشن ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ډاکټر عافيه صديقي راخوشې كېدل غواړي٬ د امريكې او برتانيې پشمول ګردې نړۍ څخه د ډاکټر عافيه صديقي د راخوشې كولو غوښتنه كوٶ٬ د پاکستان او د افغانستان د مېرمنو په اړه خو امريكا ډېر فكرمند دے ٬ خو د عافيه صديقي ھډو خيال نه لري ۔ ده ووئيلكه افغانستان امن وي نو په پاکستان كښې به امن كوي٬ كوم قامونه چې په آزادۍ سمجهوتا نه كوي ھغوي څوك غلام كولے نشي، امريکې ته وئيلې شوي چې په جنګ كښې به ستاسو معاون نه يو٬ په انخلاء كښې به ستاسو مرسته كوٶ

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں