د تېرو ٢٤ ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا 1083 نوي كېسونه رامخې ته شول٬ د 22 كسانو د مرګ تصديق

image

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سينټر (اېن سي او سي) د كرونا وائرس پحقله تازه اپ ډېټ جاري كړے چې له مخې ئې په هېواد كښې د اېكټو كېسونو شمېره 14134، د تصديق شوو كېسونه شمېره 20186 رسېدلې او د تېرو څلوريشت ساعتو په مهال په هېواد كښې 1083 نوي كېسونه راهمخې ته شوي ٬دغسې 22 كسانو د مرګ تصديق شوے چې ورسره مجموعي شمېره 462 ته ورسېدله۔ د اېن سي او سي له مخې پنجاب كښې د کرونا وائرس د کيسونو شمېره د ټولو نه زياته 7524 ده، سندھ د كرونا وائرس د كېسونو شمېره 7465 ، خېبرپښتونخوا كښې 3129 او اسلام آباد كښ 415 ته رسېدلې ده، دغسې بلوچستان كښې 1218 او ګلګت بلتستان كښې 364 كېسونه راپور شوي٬ په آزاد کشمير كښې د كورونا وائرس كېسونه71 ته رسېدلي۔ راپور له مخې ګرد هېواد كښې تر 5590 كسان صحت مند شوي هم دي۔ تر اوسه دوه لكه دولس زره او د 511 كسانو ټېسټونه شوي٬ په تېرو 24 ساعتو كښې د 9522 كسانو ټېست شوې۔ راپور له مخې د ګرد هېواد په 717 روغتونونو كښې په آئسولېشن وارډز كښې 3839 رنځوران بستر دي چې پكښې د 173 كسانو حالت اندېښمن دے

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں