وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په څلورو سر خطونو وېنا وكړه

image

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې ته د وېنا په مهال په څلورو سر خطونو خبرې كړې دي۔ د جمعې په ورځ غونډې ته د وېنا په مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان نمائندګي كول زما لپاره د اعزاز خبره ده ٬ زه په څلورو مهمو نكاتو خبرې كول غواړم۔ د موسمياتي بدلون په مسئله خبرې كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون څخه په ځپلې شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون څخه پاكستان كښې واورې ورېږي٬ پاكستان يو زرعي هېواد دے كه د ماحولياتي بدلون په لړ كښې څه اونه كړې شول نو هېواد به سختو خطرو سره مخ شي۔ د كرپشن او مني لانډرنګ په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل بې وسه هېوادونه اشرافيه طبقې لوټ كوي٬ هر كال د اربونو ډالره پرمختللېو هېوادونو ته منتقل كېږي٬ شتمند كسان اربونه ډالره په غېر قانوني توګه د اروپاﺀ هېوادونو ته منتقل كوي۔ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وېنا په مهال په درېمه نكته اسلامو فوبيا خبره كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د نائن الېون نه پس اسلامو فوبیا تر خطر ناك حده پېل شوې ٬ د اسلاموفوبیا له امله ځېني هېوادونو كښې مسلمانانو مېرمنو له حجاب كول ګران شوي ، ځېنې لويديزو لارښودو اسلام ترهګرۍ سره تړلې چې ورسره اسلامو فوبيا پېدا شوې۔ وزیر اعظم عمران خان خپلې وېنا كښې په څلورمه نكته كښې په مقبوضه جمو و کشمیر كښې ظلمونه او د هند ناوړه څېره بې نقابه كړې۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو ته د راتګ مهم مقصد د مقبوضه کشمیر صورتحال په ډاګه كول دي چې هلته څه كېږي؟ ده ووئيل د كال 2001 نه پس پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شامل شوے او ما د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د شاملېدو مخالفت كړے ٶ

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں